د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي ځواکونو سوریه کې د داعش درې غړي نیولي دي


سره لدې چې داعش ډله په سوریې او عراق کې ماته شوې خو لا هم د دې ډلې غړي د سوریې په دښتو کې پټ دي او وخت ناوخته په حکومتي او کردي ځواکونو بریدونه کوي.
سره لدې چې داعش ډله په سوریې او عراق کې ماته شوې خو لا هم د دې ډلې غړي د سوریې په دښتو کې پټ دي او وخت ناوخته په حکومتي او کردي ځواکونو بریدونه کوي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ یکشنبه جنوري ۲۲ (سلواغې ۲) ویلي چې د سوریې په ختیځ کې په چاپې کې چې د هیلکوپتر او ځمکني پوځ څخه پکې کار اخیستل شوی و، د اسلامي دولت یا داعش درې غړي نیولي دي.

د مرکزي قوماندانۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې په نیول شویو کسانو کې یو یې آسانتیا برابروونکی، بل یې اکمالوونکی او دریم یې د جهادي ډلو ملګری بلل شوی.

دا کسان په محلي وخت شنبه په سوریې کې نیول شویدي.

د امریکا پوځ همدارنګه ویلي چې په عملیاتو یو ملکي تن بر سیرن ټپي شوی او روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی خو پدې هکله نور جزیات ندي ورکړل شوي چې دا ملکي وګړی د چا په ډزو کې ټپي شوي او د روغتیایي حالت په هکله یې هم څه ندي ویل شوي.

د سوریې حکومت او داعش ډلې تر اوسه د دې عملیاتو په هکله څه ندي ویلي.

متحده ایالات په سوریه کې د هغه ائتلاف مشري کوي چې د اسلامي دولت یا داعش جنګیالیو په خلاف جګړه کوي. پدې ائتلاف کې د نړیوالو ځواکونو تر څنګ کردي ملیشې هم په عملیاتو کې همکاري کوي.

سره لدې چې داعش ډلې په ۲۰۱۹ کال کې په عراق او سوریه کې ماتې خوړلې او مهم او غټ مرکزونه یې له منځه تللې خو لا هم د سوریې په دښتو کې د دې ډلې غړي پټ دي او وخت ناوخته په امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کوي.

د داعش غړي د سوریې په شمال ختیځو برخو کې پټ دي او د دې هیواد په حکومتي ځواکونو د بریدونو تر څنګ کردي ځواکونه په نښه کوي او په عراق کې هم د بریدونو بندوبست له همدې ځایه کوي.
په عین حال کې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې د جمعې په ورځ د سوریې په جنوب کې په یوې نظامي اډې چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه پکې دیره دي، د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو برید شوی.

مرکزي قوماندانۍ دا ندي ویلي چې په برید کې کوم چا ته مرګ ژوبله اوښتې که نه او نه یې هم اډې ته د زیان په هکله څه ویلي خو یوه ډله چې په سوریه کې جګړه څاري او معلومات راټولوي، د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دا برید هغو ډلو کړی چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

مرکزي قوماندانۍ ویلي چې برید دریو ډرون الوتکو کړی او د التنف په نظامي اډې شوی چې د سوریې په شمال کې پرته ده.

د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو دا اډه په ۲۰۱۶ کال کې جوړه کړه چې کردي ځواکونه د داعش په خلاف جګړې لپاره وروزي، همکاري ورسره وکړي او سلا مشورې ورته ورکړي.

سل ګونه امریکایي ځواکونه اوس مهال په سوریې کې په همدې او نورو نظامي اډو کې پراته دي چې کنټرول یې د کردي ځواکونو په لاس کې دی. ائتلافي او کردي ځواکونه په ګډه کوښښ کوي چې د داعش پاتې شونې له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG