د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پیمپو پرجنرال رازق برید په کلکه غندلی


جنرال عبدالرازق د تیرو اولس کلونو راهیسې په کندهار کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د جګړې مشرۍ کوله.
جنرال عبدالرازق د تیرو اولس کلونو راهیسې په کندهار کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د جګړې مشرۍ کوله.

امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پیمپو په یوه اعلامیه کې، چې په کابل کې د امریکا سفارت له خوا نن د جمعې په ورځ (تلې ۲۶ مه)خپره کړې په کندهار کې د دغه ولایت په ولایتي چارواکو د پنجشنبې د ورځې تروریستي برید په سختو ټکو غندلی دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دغه اعلامیه کې د جنر ال عبدالرازق او د نورو ولایتي چارواکو کورنیو غړو سره، چې په دغه برید کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی، ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

ښاغلي پیمپو ویلي " مونږ خپله خواخوږي د جنرال عبدالرازق او نورو لوړپوړو افغان چارواکو د کورنیو سره، چې په برید کې وژل شوي څرګندو او همداشان د دوو امریکایانو او یو ائتلافي غړي په ګډون، چې په برید کې ټپیان شوي او نور هغوی، چې په دغه برید کې ټپیان شوي ورته د عاجلې روغتیا هیله کوو".

د پنجشنبې په ماسپښین شاوخوا دریو بجو د کندهار د والي په دفتر کې د دغه ولایت د ولایتي چارواکو او په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر او ورسره پلاوي ترمنځ د غونډې په پای کې د افغان امنیتي ادارو د چارواکو پر وینا د والي زلمي ویسا یو ساتوونکي د غوندې په ګډون کوونکو ډزې وکړې، چې له امله یې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدا لرازق د دغه ولایت د ملي امنیت رئیس عبدالمومن حسین خیل ووژل شول او د کندهار والي، دوه امریکایان او په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو د ائتلاف یو غړی ټپیان شول.

طالبانو د برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې د هغوی د برید هدف جنرال سکاډ میلر او جنرال عبدالرازق وو.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سربیره د هند صدراعظم نریندرا مودي هم په دې پېښې خواشيني ښولې ده.

د هغه دفتر په ټویټر کې دا یو ډارن برید بللی دی او ویلي دي چې هند به د افغانستان له خلکو په څنګ کې همداسې ودریږي.

پاکستان پوځ هم دا برید غندلی دی.

د دغه هیواد د پوځ ویاند اصف غفور په خپل ټویټر کې هیله ښودلې ده چې په افغانستان کې روان جنګ ختم شي او امنیت راشي. هغه د افغانستان امنیت د افغانستان د سیمې له ثبات سره تړلی بللی دی.

ټاکل شوې ، نن د جمعې په ورځ د جنرال عبدالرازق مړی په کندهار کې خاورو ته وسپارل شي، خو تراوسه لا څرګنده نه ده، چې د هغه مړی به د کندهار په ښار کې او که په سپین بولدک کې خاورو ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG