د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر په اوکراین کې ماینونه پاکوي


راین هندریکسن د ګرین برې په نامه د امریکا د ځانګړو ځواکونو د قطعې پخوانی غړی دی چې اوس په اوکراین کې د روسي ځواکونو له خوا د پاتې شویو ماینونو او ناچاوده توکو په شنډولو بوخت دی.

نوموړی چې اته ځلې افغانستان ته د جنګی ماموریتونو لپاره استول شوی، اوس یې په اوکراین کې د ماین پاکۍ یوه خیریه ټولنه جوړه کړې ده.

ښاغلي هندریکسن وویل: "زه د تیرکال په پسرلي کې اوکراین ته راغلم او خبر شوم چې ډیر شمېر ماشومان د ماینونو، خوشه يي بمونو، چاودېدونکي جالونو، او داسې نورو توکو د چادونو له امله وژل کیږي. د دغه حالت او د ماشومانو د کړاوونو په لیدو سره مې پریکړه وکړه چې د ماین پاکۍ کار شروع کړم."

هغه وايي ماینونه د سړکونو پر سر، په کرنیزو ځمکو، د اپارتمانونو دننه، د آشپزخانې په الماریو او حتی د ماشومانو د لوبو په بکسونو کې موندل کیږي.

د اوکراین چارواکي وايي، په دغه هېواد کې له روسي ځواکونو څخه بېرته نیول شوې سیمې د ماینونو له خطر سره مخامخ دي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت مرستیالې میري اکوپیان وویل: "اوکراین د نړۍ په کچه تر ټولو زیات په ماینونو ککړ هیواد دی. همدا اوس زمونږ د هیواد له ۲۰۰زرو مربع کیلومترو څخه زیاته ساحه نه ده کتل شوې او له ماینونو نده پاکه شوې. دا یوازې هغه سیمې دي چې له روسانو بیرته نیول شویدي."

ویل کیږي چې د روسانو له خوا کارول شوي لاسي بمونه او نور مهمات له ۱۰ تر ۳۰ فیصدو پورې نه چوي، په همدې خاطر له روسانو بیرته نیول شوې سیمې د ملکیانو لپاره ډیرې زیاتې خطرناکې دي.

هندریکسن وویل: "عسکر او ماین شنډوونکي هر وخت مري. مونږ یو څو ورځې وړاندې درې ماین پاکان له لاسه ورکړل، او څلور نور، پنځه ورځې وړاندې ووژل شول."

اوکرایني چارواکي وايي په سلګونو زره ماینونه یې شنډ کړي دي. خو دوی زیاتوي چې دغه پروسه د جنګ له پای ته رسېدو وروسته هم ښايي لږترلږه ۷ کاله وخت ونیسي.

د اوس لپاره د هندریکسن په څېر د ماین شنډوونکو لومړیتوبونه د ولسي خلکو خوندي ساتل دي. هندرکسن غواړي چې په امریکا کې د نورې چندې په راټولولو سره ماین شنډوونکو ته اړین خوندي وسایل وپېري.

XS
SM
MD
LG