د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې د پولیو واکسین په مخنیوي اندیښنه ښودلې


عکس: ارشیف - په خوست کې د پولیو کمپاین
عکس: ارشیف - په خوست کې د پولیو کمپاین

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د وسله‌والو ډلو له خوا د پولیو واکسین د مخنیوي له امله شاوخوا ۳.۵ میلیون افغان ماشومان له دغه واکسین څخه بې‌برخې شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د پولیو د له منځه وړلو او په وړاندې یې د بیړني غبرګون د څانګې مشر جان ورټیفول د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پولیو د واکسین د مخنیوي په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا یوه غیرسیاسي پروسه ده او په افغانستان کې ښکېلې خواوې باید د دغه واکسین په تطبیقولو کې همکاري وکړي.

ښاغلي ورټیفول دا څرګندونې تیره اونۍ د پولیو د له منځه وړلو د نړیوالې پنځه کلنې ستراتيژۍ د اعلانولو په انلاین غونډه کې کړي چې د ۲۰۲۲ نه تر ۲۰۲۶ میلادي کاله پورې په نړۍ کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د پای ته رسولو لپاره جوړه شوې ده.

ښاغلي ورټيفول وویل: "موږ په افغانستان کې په ځانګړې توګه په جنوب کې د کور په کور واکسین تطبیقولو کمپاین باندې د بندیز لګولو له امله ژوره اندېښنه لرو، که چېرې دا دوام پیدا کړي نو د پولیو د واکسین په پروګرام باندې به په دغو اغیزمنو سیمو کې ډېر منفي تاثیر وکړي".

د هغه په وینا د پولیو واکسین د کمپاین د مخنیوي له امله شاوخوا ۳.۵ میلیون افغان ماشومان له واکسین څخه بې‌برخې شوي دي.

روان میلادي کال په افغانستان کې تراوسه د پولیو ۴۱مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۴۰ یې د پولیو د دویم ډول ویروس پېښې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس زیاتره مثبتې پېښې په هغو سیمو کې ثبت شوي چې په کې د پولیو واکسین کمپاین نه دی تطبیق شوی.

د دغه وزارت د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د عامه پوهاوي د برخې مسول میرجان راسخ امریکا غږ ته وویل: "که چېرې د افغانستان د پولیو د له منځه وړلو پروګرام لپاره دا زمینه مساعده شي چې په ټول هېواد کې موږ کمپاینونه په بشپړه توګه تطبیق کړو موږ کولی شو چې حتا د روان کال په راتلونکو شپږو میاشتو کې پولیو مهار کړو او د پېښو شمېر یې صفر ته راکم کړو".

د ښاغلي راسخ په وینا په روان میلادي کال کې تراوسه په افغانستان کې درې ځلي د پولیو واکسین کمپاین ترسره شوی او ټاکل شوې چې روانه اونۍ هم کابو ۱۰ میلیونه ماشومان واکسین شي.

هغه وویل: "په دې کمپاین کې هم اټکل کېږي چې څه باندې ۳.۳ میلیونه ماشومان له واکسین څخه بې‌برخې پاتې شي، لامل یې دا دی چې د دولت وسله‌وال مخالفین په تېره بیا طالبان په خپلو کنټرول لاندې سمو کې، کور په کور کمپاین ته اجازه نه ورکوي، نه یوازې کمپاینونو ته بلکې هېڅ ډول د پولیو واکسین فعالیتونو ته اجازه نه ورکوي".

د روغتیا نړیوال سازمان له پولیو څخه اغیزمنو هېوادونو ته د پولیو د نوي واکسین د ویشلو خبر ورکړی او ټینګار یې کړی چې دا واکسین باید ټولو هغو ماشومانو ته ورسېږي چې عمرونه یې له پنځو کلونو څخه ټیټ دي.

د دغه سازمان د پولیو د له منځه وړلو څانګې سلاکارې سیمونا زیپورسکي د پولیو پر ضد د مبارزې د نړیوالې پنځه کلنې ستراتیژۍ په مهال وویل دا واکسین چې تېر کال په شپږو هېوادونو کې تطبیق شوی ښې پایلې درلودې.

اغلې زیپورسکي زیاته کړه: "دا د حل کومه جادويي لاره نه ده خو موږ زیاته هیله لرو چې دا واکسین یو مهم رول ولوبوي، موږ لا هم غواړو چې ډاډ ترلاسه کړو ترڅو دغه واکسین پر وخت تطبیق شي او د لوړ کیفیته کمپاینونو له لارې ټولو هغو ماشومانو ته ورسېږي چې د پولیو له ګواښ سره مخ دي".

اغلې سیمونا زپورسکي وویل تراوسه ۴۴ هېوادونه تشخیص شوي چې د پولیو له جدي ګواښ سره مخ دي او لسګونو هېوادونو د پولیو ضد نوي واکسین د ترلاسه کولو او تطبیق لپاره د روغتیا له نړیوال سازمان سره د تائيدۍ پروسه بشپړه کړې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس افغانستان هم تائیدوي د پروسې لومړني معیارونه پوره کړي او د واکسین د ترلاسه کولو لپاره چمتوالی نیسي.

XS
SM
MD
LG