د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استازو د مجلس مشره د اوکراین په هکله په نړیوالې غونډې کې برخه اخلي


ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د استازو مجلس مشره ننسي پلوسي په همدې روانې اوونۍ کې د کروشیا په پاتخت زاګرب کې د اوکراین په هکله په نړیوالې غونډې کې برخه واخلي.

د میرمن پلوسي دفتر یکشنبه اکټوبر ۲۳ (لړم۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د غونډې هدف د اوکراین د خپلواکۍ سره د ملاتړ څرګندول او کیف ته د کرایمیا ټاپو بیرته ورکول دي.

په کانګرس کې تر ټولو جګپوړې دپلوماتې په اعلامیې کې همدرانګه ویلي چې د زاګرب په غونډې کې د خبرو تمرکز به د اوکراین د ولس سره د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې هلو ځلو ته وي پداسې حال کې چې روسیه به د مستند شویو جنګي جنایتونو او په غیر قانوني توګه د اوکراین ځینې برخې د خپلې خاورې سره د یو ځای کولو له کبله مسؤله وبلل شي.

ننسي پلوسي چې د روان میلادي کال په سر کې هم اوکراین ته تللې وه د فبروري د میاشتې د ۲۴ مې نیټې راپدیخوا چې روسیې په اوکراین یرغل کړی، د دې هیواد سره د نظامي مرستو قوي ملاتړې ده.

ټاکل شوې چې د استازو مجلس مشره به پدې نړیوالې غونډې کې وینا وکړي او د اوکراین سره د متحده ایالاتو د نه ماتیدونکې ژمنې په هکله به وغږیږي.

دغه نړیواله غونډه چې د (کرایما پلیټ فارم سر مشریزې) نوم ورکړل شوی د کروشیا په پایتخت زاګرب کې جوړیږي. په غونډې کې به د اوکراین حکومتي چارواکي او بهرني متخصصین د کیف سره د کرایمیا د بیرته یو ځای کولو په خنډونو وغږیږي.

روسیه دا ټاپو په ۲۰۱۴ کال کې د خپلې خاورې سره یو ځای کړله.

دا غونډه داسې مهال دایریږي چې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د ناټو د څو هیوادونو د دفاع وزیرانو سره په نادره ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین په اړه خبرې وکړې.

د روسیې د دفاع په وینا، سرګي شویګو او د فرانسې د دفاع وزیر سبستاین لیکورنو "د اوکراین پر وضعیت، چې د لا زیاتې بې کنټروله کیدو په لور روان دی"، خبرې کړي دي.

همداشان د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ د روسیې د دفاع وزارت وویل چې ښاغلي شویګو له خپل ترکي سیال هولوسي اکار او د انګلستان د دفاع وزیر بن والس سره هم تلیفوني خبرې وکړې.

په دریو واړو تلیفوني خبرو کې، شویګو "د اوکراین له خوا د یو ناوړه بم په کارولو سره د احتمالي پارونې په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده."

د بریتانیا د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې والس هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې لویدیځو هېوادونو د اوکراین د جګړې په پراخولو کې مرسته کړې او خبرداری یې ورکړی چې "دا ډول تورونه باید د لا زیاتې جګړې د پلمې په توګه ونه کارول شي".

بریتانیې ویلي چې دا تلیفوني خبرې د روسیې په غوښتنه شوې دي.

XS
SM
MD
LG