د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د طالبانو لخوا د میرمنو "سیستماتیکه ځپنه" وغندله


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې کمیشنرې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د میرمنو او نجونو "سیستماتیکه ځپنه" وغندله او ویې ویل چې پدې هیواد کې میرمنې د ناوړه حالت سره مخ دي.

میشل بچلیت چارشنبه جون ۱۵ (غبرګولي۲۵) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل چې افغانان " د یو نسل تر ټولو تیاره وخت تجربه کوي".

سره لدې چې طالبانو ژمنه کړې چې د میرمنو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی کوی خو د ملګرو ملتونو دې چارواکې د طالبانو لخوا " جنسي نابرابري" وغندله.

سره لدې چې طالبانو واک ته د رسیدو څخه وړاندې او د واک په لومړنیو شپو او ورځو کې ژمنه کړې وه چې افغان میرمنو او نجونو ته به د کار کولو او پوهنې حق ورکوي خو د هغوي په کابینې کې د وزیر په کچه هیڅ یوه میرمنه نده ټاکل شوې او تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي لا هم د هیواد په ډیرو برخو کې یوازې د نجونو لپاره بند دي.

طالبانو د سفر کولو پر وخت هم په میرمنو محدودیتونه لګولي چې نړیوالې ټولنې په پراخه توګه غندلي دي.

میرمن بچلیت چې د همدې روان ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې افغانستان ته تللې وه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل چې د افغان میرمنو سره په لیدو کاتو کې هغوي ورته ویلي چې د ټولو ستونزو سره سره خپل حقونه غواړي. بچلیت زیاته کړه چې د هغوي (افغان میرمنو) حالت خراب دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنرې وویل، " پریږدئ واضح یې ووایم. هغه څه چې اوس یې په افغانستان کې وینو، د میرمنو سیستماتیکه ځپنه ده".

میرمن بچلیت ټینګار وکړ چې د میرمنو په تګ راتګ شدیدو محدودیتونو "تقریبا د هغوي ژوند په ټولو چارو منفي اغیز کړی چې روغتیایي خدماتو او بشري مرستو ته د میرمنو او د هغوي د اولادونو لاسرسی هم پکې شامل دی".

د ملګرو ملتونو دې چارواکي همدرانګه وویل که د افغان میرمنو غږ وا نه وریدل شي، افغانستان به ونشي کړی چې د روان کړکیچ لپاره د حل لیار وموندي. هغې زیاته کړه، " په افغانستان د روان کړکیچ حل یوازې د څو کسانو په هلو ځلو نشي تر لاسه کیدی".

میشل بچلیت وویل " د سولې په لور د افغان ولس د تګ لپاره دا مهمه ده چې ټول افغانان په سیاست او نورو مهمو پریکړو کې برخه ولري چې د میرمنو او نجونو د غږونو شاملول هم پکې دي"..

د طالبانو په مخکنۍ دورې کې هم (۱۹۹۶-۲۰۰۱) پورې افغان میرمنو د کار کولو او تعلیم حق نه درلود.

XS
SM
MD
LG