د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا مهاجرتي قانون؛ د ۱،۸ میلیونو کډوالو برخلیک څرګند نه دی


د امریکا د استازو مجلس ونتوانېد چې د چهارشنبې په ورځ [جون ۲۷] یو مهم مهاجرتي قانون ته مثبته رایه ورکړي.

له څو اوونیو راپدې خوا ددغه قانون د تصویب کېدو لپاره د کانګرس او سپینې ماڼۍ ترمنځ بحث او خبرې اترې روانې وي.

ددغه قانون نه تصویب کېدل د ۱،۸ میلیونو کډوالو برخلیک له ابهام سره مخامخ کړی دی. دا دویم ځل دی چې د مهاجرت قانون په کانګرس کې د تائید رایه نه راوړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټوئيټ کې ولیکل چې دیموکراتان د قانون د تصویب مخه نیسي.

په تېرو څو اونیو کې کانګرس کې د ولسمشر ټرمپ پر له پسې لیدنو کتنو دا څرګنده کړه چې سپینه ماڼۍ په سنا کې د مهاجرت قانون په اړه او دا چې د قانون د تصویب د امکاناتو پر وړاندې خنډونه موجود دي، ستړې شوې ده. دغه کار دا هم وښودله چې جمهوریت غوښتونکي نه دي توانیدلي د خپل ګوند محافظه کاره غړي د قانون ملاتړ ته وهڅوي.

د استازو د مجلس محافظه کار استازي لدې ویرې چې نوی قانون به ځوانو کډوالو ته معافیت ورکړي، د قانون خلاف رایه ورکړه او پدې توګه له دیموکراتانو سره په یوه کتار کې ودرېدل.

د استازو د مجلس دیموکرات غړی، اډریانو ایسپایلت وایې چې دا قانون

"قانوني مهاجرت څلوېښت فیصده راکموي. دا طرحه د ګرین کارت ویزې ختموي، دا طرحه د ډيرو کورنیو یوځاې کېدل له منځه وړي او بلاخره دا طرحه پناه غوښتونکو ته زیان رسوي."

د امریکا مهاجرتي قانون؛ د ۱،۸ میلیونو کډوالو برخلیک څرګند نه دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00

XS
SM
MD
LG