امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د ایران د انرژۍ سکټور په تور لیست کې واچاوه او اقتصادي بندیزونه یې د سره پرې ولګول.
د دې اقدام نه وروسته د امریکا حکومت پدې شرط عراق ته په موقتي توګه د ایران نه د ګازو د اخیستو اجازه ورکړې وه چې د امریکایي شرکتونو سره به شراکت کوي او د ایران نه د انرژۍ د اخیستو نه به ځان خلاصوي.
خو د بندیزونو سره سره، واشنګټن بغداد ته اجازه ورکړې وه چې د ګازو د واردولو لپاره نورې لارې چارې ولټوي.
د مخنکي جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ حکومت د همدې کال د جنوري په میاشت کې عراق ته د ایران د ګازو د واردلو درې میاشتې نور وخت هم ورکړی و او د جمهور رئیس جو بایډن اوسني حکومت تازه دا موده د څلورو نورو میاشتو لپاره هم تمدید کړله.
عراق ته د امریکا لخوا دا اجازه پداسې وخت کې ورکول کیږي چې ټاکل شوې د بلې میاشتې په ۱۷مه د واشنګټن او بغداد تر منځ ستراتیژیکې خبرې وشي.
د امریکا لخوا عراق ته د ایران نه د ګازو او تیلو اخیستل پدې معنی چې دا هیواد کولی شي یوازې مواد واخلي خو اجازه نلري چې د ایراني پولي واحد په بدل کې ډالر ورکړي.
په ایران د اقتصادي بندیزونو نه وروسته په هغه هیواد کې ډالر کم شوی او سخته اړتیا ورته لري.
عراق د خپلې انرژۍ د سکتور دریمه برخه د ایران نه د ګازو او بریښنا په اخیستو پوره کوي. په عراق کې د څو کالونو جګړو له وجې د دې هیواد د انرژۍ سکتور سخت زیانمن شوی او د خپل ولس اړتیاوې نشي پوره کولی.