د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا جیټ الوتکې د الاسکا د سواحلو دپاسه یو نه پيژندل شوی څیز له منځه یووړ


د امریکا د هوایي پوځ اف ۱۸ جنګي جیټ الوتکې
د امریکا د هوایي پوځ اف ۱۸ جنګي جیټ الوتکې

د سپینې ماڼۍ چارواکي وایي د امریکا یوې جیټ الوتکې د ولسمشر جوبایډن بایډن په امر د جمعې په ورځ فبروري ۱۰ (سلواغې ۲۱) د الاسکا د شمالي برخو په فضا کې یو ناپيژندل شوی څیز وویشت او له منځه یووړ.

د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل دا څیز ځکه وویشتل شو چې په کابو ۴۴ زره فیټه کې یې پرواز کاوه او د ملکي الوتنو خوندیتوب ته یې تهدید متوجه کاوه.

کربي وویل:"موږ به د خپل هوایي حریم مراقب ووسو. ولسمشر زموږ د ملي امنیت له ګټو څخه ساتنه په خپل لومړيتوب کې راولي."

بایډن د جمعې په ورځ ددغه څیز د ویشتلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې یوازې وویل "دا یوه بریا وه."

کربي دغه له منځه وړل شوی څيز د یو واړه موټر په اندازه وښود، د چین د هغه شکمن جاسوسي بالون څخه ډیر زیات وړوکی چې د تیرې شنبې په ورځ د شمالي کارولینا په سواحلو کې د امریکا د ټولې وچې له حساسو نظامي مراکزو څخه په تیریدو د امریکا د هوایي پوځ د جیټ الوتکې له خوا نسکور شو.

په دومره کم وخت کې یو بالون او ورپسې ددغه واړه څیز له منځه وړل نه یوازې د چین د څارونکو پروګرامونو د زیاتوالي په اړه اندیښنې زیاتوي بلکې پر بایډن عام فشارونه هم زیاتوي چې په دې اړه جدي موقف ونیسي.

تر اوسه د هغه نامعلوم څیز په اړه چې د جمعې په ورځ راغورځول شوی ډیر لږ معلومات شته او سپینه ماڼۍ وایي چې دې څیز د ویشتل شوي بالون سره توپیر درلود.

چارواکو تر اوسه په دې اړه چې د جمعې د ورځې ویشتل شوي څيز په کمرو سمبال وو که نه، له کومه ځایه راغلی وو او هدف یې څه وو، جزیات ندي ورکړي.

د چین د شرکتونو په وړاندې د امریکا اقدام

متحدو ایالتونو شپږ هغه چینایي شرکتونه په تور لست کې شامل کړل چې په وینا یې د بیجینګ له فضایي پروګرامونو سره ارتباط لري. دا د چین د جاسوسئ د هغه بالون په وړاندې غچ اخیستونکی اقدام دی چې د امریکا هوایي حریم ته ننوتی و

دغه اقتصادي محدودیتونه د جمعې په ورځ وروسته له هغه اعلان شول چې د بایډن حکومت ژمنه وکړه څو د چین د څارونکو فعالیتونو په وړاندې په پراخو هڅو غور وکړي.

د امریکا په دې اقدام سره به پنځو چینایي کمپنیو او د څیړنې یو انستیتوب ته ستونزمنه شي چې د ټکنالوژۍ په برخه کې امریکایي توکي ترلاسه کړي.

تر دې مخکې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي وو چې د هغوی یوې جنګي جیټ الوتکې د شنبې په ورځ فبروري څلورمه (سلواغې۱۵) د جنوبي کارولینا ایالت په ساحل کې د چین یو جاسوسي بالون ویشتلی او نسکور کړی دی.

پنټګان د متحده ایالاتو هوایي حریم ته د دې بالون راتګ د "امریکا د خودمختارۍ نه منل کیدونکې سرغړاونه" وبلله. دفاع وزارت زیاته کړه دې بالون د شمالي امریکا په هوایي حریم کې څو ورځې تیرې کړي چې د بیجنګ او واشنګټن تر منځ د جنجال پیدا کیدو سبب شوی دی.

بیجینګ وايي چې د امریکا په فضايي قلمرو کې د وېشتل شوي بالون په اړه د متحدو ایالتونو ادعا «د چین په ضد د اطلاعاتي جګړې» یوه برخه ده

XS
SM
MD
LG