د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غواړي کابل د طالبانو د بریدونو نه خوندي کړي


کابل چې یو وخت د افغانستان یوه د خوندي سیمو نه گڼل کیدو، د تیر یو کال په مودې کې طالبانو په کابل حملې زیاتې کړیدي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جان نیکولسن د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل "مونږ د کابل لپاره زیات کوښښ کوو، چې د کابل اوسیدونکي او هلته میشت د نړیوالې ټولنې غړي خوندي کړو."

د جنرال نیکولسن دا خبرې هغې اندیښنې څرگندوي چې طالبان غواړي په کابل کې لوې حملې وکړي.

طالبان غواړي چې په کابل کې د نړیوالو ځواکونو او افغانستان حکومت هغه کامیابۍ چې د تیرو ١٦ کلونو په مودې کې یې ترلاسه کړیدي، د ناکامۍ سره مخ کړي. امریکايي او افغان چارواکي د طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ کوي خو بلې خوا ته امریکا د طالبانو سره د یوې اوږدې مودې د جگړې لپاره هم ځان تیار ساتي.

نیکولسن وویل چې په ٢٠٠١ کال کې د کابل د نفوسو شمیر ٥٠ زره خلک و او اوس دغه شمیر ٥ ملیونو ته رسیدلی دی. هغه وویل چې د امریکا استخباراتي ادارې ورسره په هغو کوښښونو کې مرسته کوي چې د کابل د امنیت د خوندیتوب لپاره د ښار چارچاپیره امنیتې پوستې زیاتې کړي.

په کابل ښار په ورستیو حملو کې یوه یې د ٢٠١٧ کال د می د میاشتې خونړۍ حمله وه چې د سلو نه زیات ملکیان پکې وژل شول.

د کابل د حملې مسولیت د حقاني شبکې په غاړه اخیستې و. امریکا او افغانستان وایي چې د حقاني شبکې ترهگر په پاکستان کې خوندي پناهځایونه لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیر کال د افغانستان په هکله په ستراتیژۍ کې په پاکستان فشار زیات کړیدی او د هغوي نه یې غوښتي دي چې په خپل ملک کې ترهگرو ته نور پناهځایونه نه ورکوي.

د ولسمشر ټرمپ په نوي ستراتیژۍ کې د طالبانو ضد د هوایي بریدونه زیاتول شامل دي. داسي ویل کیږي چې په راتلونکو اونیو کې به جگړه زور اخلي.

امریکا یوه ډله تازه دم مشاورین کابل ته لیږلي ده چې د کابل د امنیت د ټینگښت لپاره به افغان عسکرو ته روزنه ورکوي. د دغو اقداماتو هدف د طالبانو او د ملاتړو خوندي پناهځایونه ختمول دي.

د یادونې وړ ده جنرال نیکولسن دغه څرگندونې پداسې وخت کې کړیدي چې د امریکا د دفاع وزیر جم میټس افغانستان ته سفر کړیدی.

XS
SM
MD
LG