د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي مطبوعات: روسیه د جګړې لپاره سوریایان استخداموي


د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکایي چارواکو په حواله لیکلي چې روسیه هغه سوریایان په اوکراین کې د جګړې لپاره استخداموي چې په ښاري سیمو کې په جګړې کولو کې تجربه لري.

یو چارواکي وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې ځیني جنګیالي وار د مخه روسیې ته استول شوي چې په اوکراین کې د جګړې لپاره چمتو شي خو شمیر یې معلوم ندی او دې چارواکي پدې هکله نور جزیات هم ندي ورکړي.

د دې تر څنګ څلورو نورو چارواکو ورځپاڼې ته ویلي چې مکسو پدې تیرو څو ورځو کې د سوریې جنګیالي پدې هیله استخدام کړي چې د اوکراین پایتخت کیف په نیولو کې مرسته وکړي.

روسیې په ۲۰۱۵ کال کې د سوریې په کورنۍ جګړې کې د جمهور رئیس بشارالاسد په ملاتړ نظامي مداخله وکړله او د لسو کالونو څخه ډیر وخت کیږي چې ددې هیواد په ښارونو کې جګړه روانه ده.

خو یوازې د سوریې اتباع نه بلکې د نورو هیوادنو خلک هم اوکراین ته د روسیې او د اوکراین په پلوۍ په جګړې کې داخل شوي.

د چیچنیا رهبر رمضان قادروف چې پخوا پخپله یاغي و او اوس د کرملین نږدي متحد دی د یو شمیر چیچنیایي جنګیالیو ویډیو ګانې خپرې کړي چې په اوکراین د روسیې په یرغل کې جګړه کوي او داسې ویل کیږي چې یو شمیر یې هلته وژل شوي هم دي.

امریکایي مطبوعات پداسې حال کې د اوکراین په جګړې کې د روسیې لخوا د بهرنیو هیوادونو د اتباعو د استخدامولو خبر ورکوي چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ویلي شاوخوا ۲۰ زره رضاکارو بهرنيو جنګیاليو اوکراین ته سفر کړی چې د روسیې د پوځي یرغل پر ضد د اوکرایني ځواکونو تر څنګ وجنګیږي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا، د سي ان ان خبري شبکې سره په مرکه کې وویل: "د هغوی شمیر اوس ۲۰زرو ته رسیدلی دی. اکثر یې د اروپایي هیوادونو څخه راغلي دي."

ښاغلي کولیبا پدې مرکه کې همداشان وویل: "په نړۍ کې اکثر خلک د روسیې او هغه څه چې دا هیواد یې په وروستیو کلونو کې کوي کرکه لري، خو هیچا جراات نه کاوه چې په ازاده توګه مخالفت وکړي او د هغوی [روسانو] پر ضد مبارزه وکړي."

دمخه تر دې په واشنګټن ډي سي کې د اوکراین د سفارت یو استازي امریکاغږ ته ویلي وو چې درې زره امریکایانو د روسیې د یرغل پر ضد په جګړه کې برخه اخیستلو ته مثبت ځواب ویلي.

XS
SM
MD
LG