د لاس رسي وړ اتصالات

نیکلسن: داعش ته په یو کال کې ماتې ورکوو


افغان لوړ رتبه امنیتي مقامات او په افغانستان کې د نړیوالو قواوو عمومي قوماندان، جنرال جان نیکلسن وايي چې سږکال به افغانستان کې د داعش ډلې ته ماتې ورکړي.

نیکلسن چې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او ددغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار سره د ننګرهار ولایت ته تللی و، له امریکا غږ سره په یوې ځانګرې مرکې ټینګار وکړ چې امریکا د داعش ډلې ماتولو ته لومړیتوب ورکړی دی.

نیکلسن وویل: "مونږ تعهد لرو چې داعش په افغانستان کې هغسې مات کړو لکه نورو ځایونو کې یې چې ماتولو ته مو ژمنه کړې ده. موږ ژمنه کوو چې دا دنده به سږ کال سرته ورسوو."

امریکایي نظامیان داسې مهال د داعش ډلې پر ضد د کلکې مبارزې خبر ورکوي چې په پام کې ده د امریکا د جمهور رئیس، ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار ، مک ماستر افغانستان ته سفر وکړي.

جمهور رئیس ټرمپ د چهارشنبې په ورځ [اپریل ۱۲] په واشنګټن کې د ناټو له عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ سره د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل چې غواړي په افغانستان کې حالات وارزوي.

د افغانستان د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر ټینګار کړی چې افغان حکومت ترهګرو ډلو ته په افغانستان کې د پټنځایونو د جوړولو اجازه نه ورکوي.

اتمر ویلي چې د جمهور رئیس غني د حکم له مخې باید افغانستان کې داعش ډله سږکال له منځه لاړه شي.

اتمر وایې چې د افغانستان حکومت به ډیر ژر د امریکا له حکومت سره د همکاریو د دوام نوې موافقې وکړي.

جنرال نکلسن د روان عیسوي کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا د سنا مجلس غړو ته ویلي و چې د افغانستان جګړه د "بنبست" په حالت کې ده او د دې حالت د بدلولو لپاره زرګونو نورو عساکرو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د "یو ایس ټوډې" ورځپاڼې سره په مرکې کې ویلي دي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې "تر ډیره حده د ناټو د ځواکونو د مرستې پرته د طالبانو په خلاف جګړه وکړي. "

محب ویلي دي تر هغه وخته چې "په پاکستان کې د طالبانو د پټ کیدو د مرکزونو او هغه هېواد کې د پیسو د راټولو مخه یې نه وي نیول شوې، په افغانستان کې جګړه نه ختمیږي."

XS
SM
MD
LG