د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وایي په سوریه کې یې القاعدې پورې د یوې تړلې ډلې جګپوړی غړی وژلی


د متحده ایالاتو پوځ جمعه اګست ۲۳ (وږي دویمه) ویلي چې په سوریه کې یې په هوایي برید کې د القاعده شبکې پورې د یوې تړلې ډلې جګپوړی غړی، ابو عبدالرحمان المالکي وژلی دی.

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام په یوې اعلامیې کې ویلي چې المالکي په سوریه کې د حراس الدین شورا غړی او جګپوړی مشر و چې په همدې هیواد کې یې د ترهګریزو عملیاتو مشري کوله.

د سنټکام په اعلامیې کې ویل شوي چې د حراس الدین ډله د القاعده شبکې سره تړلې ده چې مرکز یې په سوریې کې دی؛ په نړیواله کچه په متحده ایالاتو او غربي اهدافو باندې د برید کولو هیله لري.

د امریکا پوځ دا ندي ویلي چې وژل شوی شخص د کوم هیواد تبع و خو د سوریې بشري حقونو څار ادارې چې مرکز یې په بریتانیې کې دی او په سوریه کې د کورنۍ جګړې په هکله معلوماتو راټولولو لپاره پراخې شبکې لري، وایي چې برید د سوریې په جنوب کې د ادلیب په ولایت کې شویدی او یو تن پکې وژل شوی چې په موټر سایکل سپور و.

د سوریې د بشري حقونو ادارې ویلي چې المالکي د سعودي اوسیدونکی و.

متحده ایالات په سوریه کې نږدې ۹۰۰ سرتیري لري چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف د نړیوال ائتلاف برخه دي.

سره لدې چې داعش په سوریه او عراق کې له منځه تللې خو دا ډله لا هم په لیرو پرتو غرونو او دښتو کې وسله وال لري چې وخت نا وخته په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

د سوریې تر څنګ امریکا په عراق کې هم سرتیري لري چې هلته د داعش په خلاف جګړې کې د سیمه ایزو ځواکونو ملاتړ تر څنګ، د عراقي امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي او روزي یي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG