د لاس رسي وړ اتصالات

د میانمار د تشدد په اړه د امریکا ژوره اندېښنه


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د میانمار په راخین ایالت کې د روان تشدد له امله ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې امریکايي مشران د میانمار له حکومتي چارواکو سره په اړیکه کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویاندې، هیدر نیورت د میانمار له حکومت څخه غوښتي دي سیمې ته د خبریالانو د ورتګ لپاره "بهتره او پراخه" زمینه برابره کړي.

د میانمار پوځ وایې چې په نښتو کې ۴۰۰ کسان چې اکثره یې وسله وال دي، وژل شويدي دي.

د بشري حقونو څار ډلې بیا حکومتي پوځیان ملامتوي چې د پوځي عملیاتو په نامه ملکي خلک په نښه کوي.

په تېرو دوو اونیو کې شاوخوا ۲۹۰۰۰۰ روهینګیايي مسلمانانو له خطرناکو لارو څخه په تېریدو ځانونه د بنګلادیش په سرحد کې موقتي کمپونو ته رسولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له ځپلو شویو روهینګیایانو سره د مرستو د رسولو له امله خپګان ښودلی او ویلي دي چې د مرسته رسونکو ادارو لخوا د مرستو د رسولو کار له ستونزو ډک دی.

XS
SM
MD
LG