د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، کیف او ناټو په اوکراین کې د اوربند لپاره د روسیې شرطونه وغندل


د امریکا د دفاع وزیر لیوډ آسټن (چپ اړخ ته)
د امریکا د دفاع وزیر لیوډ آسټن (چپ اړخ ته)

متحده ایالاتو، اوکراین او د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو جمعه جون ۱۴ ( غبرګولي ۲۵) په اوکراین کې د اوربند لپاره د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین شرطونه رد کړل.

د امریکا د دفاع وزیر لیوډ آسټن په بروکسل کې د ناټو هیوادونو غونډې په پای کې وویل چې د روسیې جمهور رئیس په "غیر قانوني توګه د اوکراین خپلواکې سیمې قبضه کړیدي" او تر څنګ دا هم وویل چې پوتین پداسې یو موقف کې ندی چې د اوکراین کې د سولې لپاره شرایط وټاکي.

ښاغلي آسټن وویل، "که وغواړي، هغه (د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین) نن کولی شي (دا جګړه) بنده کړي. مونږ په هغه غږ کوو چې دا کار وکړي او د اوکراین خپلواکه سیمه پریږدي".

په عین حال کې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي وویل چې د اوربند لپاره د روسیې د جمهور رئیس وړاندیز داسې مهلت دی چې باور پرې نشي کیدی.

ښاغلي زیلینسکي چې د جي-۷ هیوادونو مشرانو غونډې پر مهال یې د ایټالیا یو تلویزیون سره مرکه کوله وویل چې که چیرته د اوربند لپاره د پوتین شرایط ومنل شي، بیا هم هغه په اوکراین کې خپل نظامي اهداف پر مخ یوسي.

د اوکراین مشر زیاته کړه، "دا د مهلت ورکولو پیغامونه دي چې د پخوانیو پیغامونو سره هیڅ توپیر نلري. دا عین هغه څه دي چې هټلر به کول او له همدې کبله باید پدې پیغامونو باور ونکړل شي".

ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ وویل چې مسکو به یوازې هغه وخت اوربند وکړي او د سولې خبرې پیل کړي چې اوکراین خپلې څلور سیمې پریږدي او په ناټو کې د غړیتوب له هڅې لاس واخلي.

پوتین په مسکو کې روسي دیپلوماتانو ته په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل: "اوکرایني ځواکونه باید په بشپړه توګه د دونیتسک د خلکو جمهوریت، د لوهانسک د خلکو جمهوریت، خرسون او زاپوریژیا سیمو څخه ووځي."

روسیه ادعا کوي چې په ۲۰۲۲ کې یې څلور سیمې له خپلې خاورې سره ضمیمه کړې، دا پداسې حال کې دي چې په هیڅ یوه سیمه بشپړ کنټرول نه لري.

پوتین وویل: "هر کله چې کیف وویل چې دې کار ته چمتو دی او واقعیا د سرتیرو ایستل پیل کړي او په رسمي ډول له ناټو سره د یوځای کیدو پلان رد کړي، موږ به سمدستي -- په لفظي توګه په هماغه دقیقه کې -- اوربند وکړو او خبرې به پیل کړو."

پوتین داسې مهال اوکراین کې د سولې دا وړاندیز کړی چې واشنګټن او کیف لس کلن دوه اړخیز امنیتي‌ تړون لاسلیک کړ.

د اوکراین ولسمشر د دغه تړون لاسلیک کېدل له روسیې سره په روانې جګړې کې د خپل هېواد لپاره تاریخي ‌وګڼل. د تړون په اساس، متحده ایالتونه به د راتلونکې یوې لسیزې لپاره اوکراین ته یو لړ پوځي مرستې برابروي او زیلینسکي‌ دا تړون په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره یو پل هم وباله.

د تړون په متن کې راغلي دي چې په تړون کې د امنیت په اړه د مرتبطو ژمنو هدف «په نننۍ جګړې کې د اوکراین د بري د هڅو ننګه او په اینده کې د روسیې د پوځي یرغل مخنیوی» دی.

په دغه امنیتي تړون کې ویل شوي‌ دي چې په اینده کې به د روسیې له هر وسله وال برید څخه وروسته امریکا او اوکراین په ۲۴ ساعتونو کې دننه «په لوړه کچه» مشوره کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG