د لاس رسي وړ اتصالات

نوې تګلاره؛ امریکا له افغانستان څخه بهر د وسله والو پر پټنځایونو فشار راوړي


په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان وایې چې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا د نوې تګلارې له مخې به په بهر کې د وسله والو پر امنو پناه ځایونو فشارونه زیات شي.

د امریکا په نوې تګلاره کې چې تېره اونۍ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا اعلان شوه، له ترهګرۍ سره په مبارزې کې له افغانستان سره د مرستو او په پاکستان د فشار راوړلو خبره شوې ده.

منتقدین وایې چې د پاکستان اردو له خپل سیال هندوستان سره د مقابلې په خاطر د نورو سختدریځو ترڅنګ، افغان طالبان روزي.

جنرال جان نیکلسن له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي چې نوې تګلاره به له افغان حکومت سره د خپل حاکمیت د پراخولو په کار کې ډیره مرسته وکړي.

نیکلسن په افغانستان کې د داعش ډلې حضور ته په اشارې ویلي چې دغه ډله به په راتلونکې کې له منځه یوړل شي " موږ په نږدې وخت کې داعش ماتوو."

دغه جګپوري امريکايي جنرال ویلي چې ځواکونه به یې د مهال ویش پر اساس نه بلکې حالاتو ته په پام به افغانستان کې خپل ماموریت سرته ورسوي.

نیکلسن زیاته کړه چې امریکا به له افغان پوځیانو سره مرستې ته دوام ورکړي او پدې لړ کې د روان کال په مني کې د افغانستان هوايي قواوو ته د بلک هاک په نامه هلیکوپترې ورکول کیږي.

د جنرال نیکلسن په باور پر طالبانو فشار به ددې لامل شي څو دغه ډله د سولې خبرو ته غاړه کیږدي.

د امریکا غږ له خبریال حکمت سروش سره د جنرال نیکلسن پشپړه مرکه دلته لیدلې شئ.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت له قوماندان جنرال جان نیکلسن سره ځانګړې مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:31 0:00

XS
SM
MD
LG