د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان په اړه د مسکو غونډه کې ګډون نکوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امریکا په مسکو کې د افغانستان په اړه جوړېدونکي ترویکا غونډه کې ګډون نکوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي چې هیواد یې د لوجیستیکي موضوعاتو په دلیل نشي کولای په دغه غونډه کې حضور ولري.

هغه زیاته کړه: "موږ به د مسکو په ناسته کې ګډون ونکړو، ترویکا +۱ ناسته ګټوره او رغوونکې وه، موږ په راتلونکي کې په دغه غونډه کې ګډون ته لېوال یو، خو اوس په دغه ناسته کې ګډون نشو کولای."

د افغانستان په اړه د مسکو ناسته ټاکل شوې سبا چهارشنبه اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۸) تر سره شي. ټاکل شوې په دغه غونډه کې د چین، پاکستان، او روسیې استازي له طالب مشرانو سره وګوري.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې د مسکو په ناسته کې به د ایران استازي هم ګډون وکړي.

طالبانو هم تر دې مخکې ویلي چې دوی ته په دغه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او ټاکل شوې د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یو طالب پلاوي په مشري په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي و چې ښاغلی حنفي به د غونډې له ګډونوالو سره د علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کېده چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۵مه نېټه وویل چې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې سلګونه جنګیالي ځای پر ځای شوي دي او په خبره یې غواړي د کډوالو په بڼه د مرکزي اسیا هیوادونو ته داخل شي.

ښاغلي پوتین تیره جمعه اکتوبر ۱۵ (تلي ۲۳) د شوروي اتحاد د یو شمیر پخوانیو دولتونو مشرانو ته د ویډیو کنفرانس د لارې په غونډې کې وویل، "زمونږ د استخباراتو په بنسټ، د افغانستان په شمال کې د داعش غړیو شمیر شاوخوا ۲ زره دی."

له دې سره سره د روسیې ولسمشر وویل چې د طالبانو په رسمیت پيژندلو لپاره بېړه پکار نه ده،خو اشاره یې وکړه چې باید له دغه ډلې سره تعامل وشي.

XS
SM
MD
LG