د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د غزې په جګړې کې د اوږدې وقفې لپاره په خبرو اخته ده


د متحده ایالاتو ځانګړي استازي د مصر چارواکو سره کتلي او ټاکل شوې چې د سیمې نورو هیوادونو چارواکو سره هم وګوري.
د متحده ایالاتو ځانګړي استازي د مصر چارواکو سره کتلي او ټاکل شوې چې د سیمې نورو هیوادونو چارواکو سره هم وګوري.

د منځني ختیځ لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي سه شنبه جنوري ۲۳ (سلواغې ۳) په سیمې کې پدې هیلې خبرې پیل کړي چې د غزې په جګړې کې د اوږدې وقفې په بدل کې اسرائیلي پاتې یرغمل شوي کسان چې لا هم د حماس سره بندیان دې، پریښودل شي.

سپینې ماڼۍ تائید کړه چې ځانګړي استازي بریټ مک ګورګ په مصر کې پدې هکله خبرې پیل کړي او ښایي د سیمې نورو مهمو هیوادونو سره هم وګوري.

د متحده ایالاتو حکومت ویلې داسې وقفې ملاتړ به وکړي چې د نومبر میاشتې یوې اوونۍ وقفې څخه یې موده ډیره وي.

د امریکا دې اعلان څخه وړاندې د اکسیوس خبري ویب سایټ په یو راپور کې ویلي و چې اسرائیل د مصر او قطر په منځګړتوب د حماس ډلې ته ویلي چې د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشې کیدو په بدل کې به په جګړې کې تر دوو میاشتو پورې وقفه ورکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې د منځني ختیځ لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي د سفر یو هدف د یرغمل شویو کسانو خوشې کیدو احتمالي معامله ده چې د ښاغلي کربي په وینا د "یوې اوږدې مودې" لپاره بشري وقفې ته اړتیا لري.

ښاغلي کربي زیاته کړه، " خبرې اترې ډیرې جدي او څرګندې دي چې د یرغملو یوې بلې موافقې کوښښ وشي".

اسرائیل او حماس د تیر کال نومبر په میاشت کې هم د یوې اوونۍ لپاره په جګړې کې وقفه کړې وه چې له مخې یې د اسرائیل زندانونو څخه د فلسطیني بندیانو خوشې کیدو په بدل کې د حماس ډلې ۱۰۵ یرغمل شوي کسان آزاد کړل.

اسرائیل وایي چې لا هم ۱۳۲ کسان په غزې کې د حماس سره برمته دي. په دوي کې د فرانس پریس خبري اژانس ارقامو له مخې چې د اسرائیل لخوا خپرو شویو معلوماتو پر اساس یې راټول کړي، د ۲۸ وژل شويو برمته کسانو مړي هم شامل دي.

سره لدې چې د اکسیوس خبري ویب سایټ په راپور کې ویل شوي چې د اسرائیل – حماس تر منځ د یوې میاشتې وقفې خبره شوې خو جان کربي پرته لدې چې دا موده رد یا تائید کړي، په خبري کنفرانس کې وویل چې د متحده ایالاتو حکومت د نوې وقفې ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه، " مونږ به په بشپړه توګه د یوې بشري وقفې ملاتړ وکړو چې موده یې د یوې اوونۍ څخه ډیره وي او مونږ ته به دا فرصت راکړي چې برمته شوي کسان راوباسو او ډیره مرسته (غزې کې د خلکو سره) وشي".

خو د سپینې ماڼۍ دې چارواکي وویل چې پدې هکله خبرې لا په لومړي پړاو کې دي.

د یرغمل شویو کسانو د آزادیدو په هکله د اسرائیل په صدراعظم بنیامین نیتن یاهو داسې مهال فشارونه ډیر شوي چې د دوشنبې په ورځ د غزې په جګړې کې د اسرائیل ۲۴ سرتیري ووژل شول. دا د اسرائیلي سرتیرو لپاره تر ټولو ناوړه ورځ وه.

پداسې حال کې چې اسرائیل په بشپړه توګه د حماس له منځه وړلو هوډ کړی خو د هغه د حکومت د کابینې یو شمیر غړي وایي دا کار د برمته شویو کسانو خوشې کیدو سره په ټکر کې دی.

سره لدې چې د اکټوبر اوومې بریدونو وروسته د متحده ایالاتو جمهور رئیس د اسرائیل سره ټینګ ولاړ دی خو په غزې کې د ملکیانو مرګ ژوبلې او دا چې اسرائیل د جګړې پای ته رسیدو وروسته د غزې لپاره څه پلان لري، د دواړو هیوادونو تر منځ اختلافات ډیر شوي.

سرائیل په غزه کې د حماس د اورپکو پر وړاندې پراخ عملیات وروسته له هغه پیل کړل چې د حماس جنګیالیو د اکتوبر په اوومه د اسرائیل پر جنوبي سیمو برید وکړ. په دغه برید کې د اسرئیلي مقاماتو په خبره، شاوخوا ۱۱۴۰ زیاته ملکي وګړي ووژل شول او ۲۴۰ نور یرغمل شول.

په غزه کې د حماس پر ضد د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې، د حماس د روغتیا وزارت په وینا، تراوسه له ۲۵ زره زیات کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG