د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن او ریاض په دوه اړخیز امنیتي تړون خبرې کړې


د متحده ایالاتو او د سعودي عربستان لوړ پوړو چارواکو د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي تړون او د فلسطین د مسئلې پر سر خبرې کړې دي.

د متحده ایالاتو د جمهور رییس د ملي‌امنیت سلاکار جیک سولیوان د یک‌شنبې په ورځ مۍ ۱۹‌(ثور ۳۰) د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدلي‌ او د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي‌ تړون په اړه غږېدلي.

د سعودي عربستان دولتي خبري‌ اژانس راپور ورکړی چې دواړه خواوې د امنیتي‌ تړون په نیمه نهايي‌ نسخې باندې بحث کړی دی.

د سعودي‌ خبري‌ اژانس په دې اړه هیڅ انځور نه دی خپور کړی خو ویلي یې دي‌ دواړو خوا په الظهران ښار کې سره لیدلي او د فلسطین د مسئلې د حل لپاره د باور وړ لارې په موندلو باندې هم غږېدلي،‌ چې د دوو خپلواکو دولتونو - اسرائیل او فلسطین - مسئله هم په کې شامله ده.

همدا شان دواړو خواو د غزې د وضعیت او هلته د جګړې د بندولو په اړتیا او د بشري مرستو د رسولو لپاره د اسانتیاو په برابرولو هم خبرې کړې دي.

سعودي عربستان له اوږدې مودې راهیسې ‌د اسرائیل سره د پولې په اوږدو کې د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو غوښتنه کوي چې ختیځ بیت المقدس یې پلازمینه وي خو ښايي د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو دا غوښتنه و نه مني.

د اسرائیل حکومت د دوو دولتونو له حل لارې سره مخالف دی او د فلسطین په اشغال شوې خاوره کې د میشتو یهودانو د استوګنو د جوړولو حمایت کوي.

سپینې ماڼۍ عربستان ته د سولیوان سفر تائید کړی دی او ویلي‌ یې دي‌ چې هغه به له عربستان وروسته اسرائیل ته لاړ شي‌ او هلته به له بنیامین نتنیاهو سره وویني.

عربستان همدا شان په دغه تړون کې د یورانیمو د غني‌ کولو په ګډون په اټومي همکاریو ټینګار کوي،‌ هغه څه چې د اټومي‌ وسلو د مخنیوي‌ کارپوهان یې په اړه اندیښنه لري.

محمد بن سلمان ویلي‌ که ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي، ریاض به هم د اټومي‌ وسلو د ترلاسه کولو برنامه عملي‌ کړي. ایران په وروستیو اونیو کې د اټومي‌ وسلو د تولیدولو خبرداری ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG