د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن له بایډن سره موافق دی چې د چین ولسمشر 'دکتاتور' دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن څه موده وړاندې چین ته تللی و او د جمهور رئیس شي جنپنګ تر څنګ یې نورو جګپوړو چینایي چارواکو سره هم کتلي و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن څه موده وړاندې چین ته تللی و او د جمهور رئیس شي جنپنګ تر څنګ یې نورو جګپوړو چینایي چارواکو سره هم کتلي و.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکین یکشنبه جون ۲۵ (چنګاښ څلورمه) وویل د جمهور رئیس جو بایډن هغې ارزونې سره موافق دی چې د چین جمهور رئیس شي جینپنګ یې دکتاتور بللی.

ښاغلي بلینکن چې څه موده وړاندې چین ته په رسمي سفر تللی و او د دې هیواد د جګپوړو چارواکو سره یې کتلي د سي بي اس تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې د ښاغلي بایډن د څرګندونو په هکله وویل، "جمهور رئیس تل ډانګ پیلې او مستقیمې خبرې کوي. هغه ښکاره خبرې کوي او زمونږ د ټولو په استازیتوب خبرې کوي".

جمهور رئیس بایډن تیره اوونۍ د بسپنې راټولولو یوې غونډې کې خپل چینایي سیال دکتاتور یاد کړ چې د چین لخوا په سمدستي توګه "ښکاره سیاسي پارونه" وبلل شوه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ماو نینګ د ښاغلي بایډن څرګندونې "بې حده غیر منطقي او غیر مسؤلانه" یادې کړلې او پدې خبرو یې خپل جدي اختلاف او ناراضایتي څرګنده کړله.

بایډن دا څرګندونې چین ته د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلینکن د سفر پای ته رسیدو څخه یوازې څو ورځې وروسته وکړلې.

ښاغلي بلینکن پدې سفر کې د چینایي چارواکو سره د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګریزي اړیکو، هغه چینایي جاسوسۍ بالون چې امریکایي ځواکونو د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال د فبروري په میاشت کې د بایډن په امر وویشت او نسکور یې کړ، د تایوان تنګي څخه د کښتیو تیریدو راتیریدو او نورو موضوعاتو په هکله خبرې وکړلې.

انټوني بلینکن وویل چې د سفر هدف یې د دواړو هیوادونو تر منځ په اړیکو کې ثبات راوستل دي. د بهرنیو چارو وزیر پدې هکله وویل، "یو څه چې ما پدې سفر کې خپلو چینایي سیالانو ته وویل دا و چې مونږ به داسې شیان وایو او کوو به یې چې نه به مو خوښیږي. "

دا د ۲۰۱۸ کال راپدیخوا لومړی ځل و چې د امریکا د بهرنیو چارو یو وزیر په رسمي سفر چین ته تللی و. د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ اړیکې د څو کلنو راهیسې د اقتصاد، سوداګرۍ، بشري حقونو، امنیت او په سیمه کې د چین مخ په زیاتیدونکي ډول نفوذ په اړوند مسلو د اختلاف له امله ترینګلې دي.

تایوان ته د امریکا د متحده ایالاتو د استازو د مجلس د پخوانې مشرې میرمن ناسي پلوسي سفر د چین غصه راوپاروله، بیجینګ د اقلیم د بدلون په ګډون په یو لړ مسلو امریکايي چارواکو سره خبرې وځنډولې

د امریکا د متحده ایالاتو لوړپوړو چارواکو ویلي، چې سیمه ییز امنیت، نشه يي توکو سره مبارزه، اقلیم بدلون، نړیوال اقتصادي ثبات او په چین کې په غیر قانوني ډول نیول شوي امریکايي اتباعو اړوند هغه مسایل دي چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د سفر پر مهال د چینایي چارواکو سره پرې خبرې کړي.

XS
SM
MD
LG