د لاس رسي وړ اتصالات

کراکر وایي روان بحران د امریکا او پاکستان دواړو په گټه ندی


"د پاکستان او امریکا تعلق ډیر پیچلی دی. زه پدې تاسف کوم چې دا خبره دې حالت ته رارسیدلي ده. دا پیچلې اړیکې د دواړو ملکونو په گټه ندي."

دا په پاکستان کې د امریکا د پخواني سفیر راین کراکر څرگندوني دي چې د ټرمپ د ټویټ نه وروسته د پاکستان او امریکا ترمنځ په پیدا شوي بحران یې کړیدي.

امریکا په پاکستان لدې کبله فشار زیات کړیدی چې په هغه ملک کې د ترهگرو په ضد پیاوړي اقدامات وکړي. د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان په هکله د ټویټ نه وروسته چې یې پاکستان په دروغو او تیرایستلو تورن کړیدی، په پاکستان کې غبرگونونه پارولي دي. افغانستان او هند د ټرمپ د ټویټ هرکلی کړیدی.

امریکا پاکستان ته د٢٥٠ ملیونو ډالرې مرستې ځنډولي دي، په ملگروملتونو کې د امریکا سفیرې نکي هیلي ویلي چې امکان لري چې امریکا به ډیر ژر د پاکستان په ضد نوي اقدامات وکړي.

ښاغلي راین کراکر د امریکا غږ درې څانگې ته په یوې ځانگړې مرکې کې ویلي چې د پاکستان د دوه مخې سیاست په مقابل کې د واشگټن صبر تمام شویدی. هغه وایي چې "زه دا وخت د حکومت سره کار نه کوم او دا راته هیڅ معلومه نده چې حکومت په څه فکر کول غواړي."

پاکستان د افغانستان په جگړه کې د امریکا یو مهم متحد گڼل کیږي. امریکا په پرله پسې توگه په دغې جگړې کې د پاکستان په مهم رول ټینگار کړیدی خو اکثره یې په دی وجه په پاکستان انتقادونه کړیدي چې په هغه ملک کې یې د حقاني شبکې، طالبانو او داسې نورو ترهگرو ډلو ته پناهځایونه ورکړیدي.

ښاغلي کراکر په دی مسله وویل "د پاکستان او امریکا همکاري په ځینو برخو کې ډیره ښه وه د مثال په توگه د القاعدې د ترهگرې ډلې په ضد کامیابه عملیات شویدي خو د طالبانو په ضد تراوسه کامیابي نده ترلاسه شوي."

پاکستان دا تورونه ردوي او وایي چې د ترهگرۍ په ضد په جنگ کې یې په زرگونو عسکر او ملکیان وژل شویدي او د خپلې برخې نه زیات رول یې لوبولی دی. خو امریکا بیا وایي چې هغه ترهگر چې په پاکستان کې پناهځایونه لري، هغوي په افغانستان کې حملې کوي.

ښاغلي کراکر زیاته کړه چې پوهیږي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ قوماندانان دا ویني چې عسکر یې د هغو طالبانو د لاسه وژل کیږي چې د پاکستان نه راځي. هغه وایي چې دا یوه جدي مسله ده او پدی هکله باید فکر وشي.

کله چې د کراکر نه دا وپوښتل شوه، څنگه چې ټرمپ په ټویټ کې لیکلي، ایا پاکستان په ریښتیا هم امریکا تیرباسي، ښاغلي کراکر وویل "دا ډیر پیچلې حالت دی. زه د ٢٠٠۴ کال نه واخله تر ٢٠٠٧ کال پورې هلته وم. او زما په فکر په دواړو خواو کې داسې ستونزې موجودي دي چې مونږ د هغې په هکله پوره معلومات نلرو."

ښاغلي کراکر وویل چې ولسمشر ټرمپ د دورې د پیلیدو سره دا څرگنده کړي وه چې هغه غواړي په جنوبي اسیا او په خاصه توگه پاکستان د نژدې وڅاري.

کراکر وویل چې د ولسمشر ټرمپ دا پریکړه، چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو ماموریت په وخت، زمان پورې نه بلکه په امنیتي حالت پورې وتړي، د ستایلو وړ ده.

راین کراکر په دی ټینگار وکړو چې په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا او پاکستان ملگرتیا او همکاري ډیره مهمه ده او هغه هیله څرگنده کړه چې دواړه ملکونه د غوسې پر ځای د صبر نه کار واخلي او په دې غور وکړي چې دواړه څنگه کولی شي په گډه کار وکړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG