د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش پر ضد د مبارزې پلان سپینې ماڼۍ ته وسپارل شو


د امریکا د دفاع وزارت د داعش ډلې د ماتولو لپاره خپل لومړنی پلان سپینۍ ماڼۍ ته سپارلی دی.

د محرمیت له امله ددغه پلان په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي خو امریکايي چارواکي ویلي چې ددغه پلان له مخې به په سوریې او عراق کې د امریکا پوځي ښکېلتا پراخه شي.

د داعش جنګیالیو پر ضد هوايي عملیات به د نوې تګلارې یوه مهمه برخه وي.

امریکايي جنګي الوتکو په ۲۰۱۴ کال کې د جورج والکر بوش له پوځي بیړۍ څخه د داعش ډلې پر ضد بمبارۍ پیل کړې خو له هغه وخت څخه دوه کاله وروسته دغه پوځي بیړۍ یو ځل بیا د جنګي ماموریتونو په یوه لویه اډه بدله شوې ده.

امریکايي پوځیان وایې چې مدیترانې سمندر ته په رسیدو یې د اف-۱۶ ډوله الوتکو په واسطه هره ورځ ۱۶ هوايي بمبارۍ ترسره کړي دي.

امریکايي پوځي پیلوټان وایې چې له وقفې پرته خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

زوچ هوف، د امریکا د سمندري ځواکونو پیلوټ وویل: "موږ ډیر ویاړو او خوشحاله یو چې لدې ځایه د جنګیالیو پر وړاندې جګړه پرمخ بیایوو."

امریکايي سمندري ځواکونه د شپې تر ناوخته پورې د داعش د اهدافو پر ویشتلو کار کوي. د پوځي بیړۍ کپتان وایې چې چارې یې منظمې دې او د اړتیا په صورت کې یې پوځیان د لازیاتو دندو سرته رسولو ته چمتو دي.

ویل پننګتون، په مدیترانې سمندر کې د امریکا د پوځي کښتۍ کپټان وایې چې دوي له ډیرو تجهیزاتو سره په سیمې کې ځاي پر ځاي شوي دي.

کینت وایټ شیل، د هوايي عملیاتو قوماندان وویل: "د ترکیې له حریم څخه په ګټې اخېستنې موږ د سوریې او عراق په شمالي برخو کې بمباري کوو نو موږ د خپل ماموریت د سرته رسولو لپاره باید دغه لار په واک کې ولرو."

د مدیترانې په سمندر کې د امریکا د پوځي کښتیو د شتون یوه ښېګنه داده چې په سیمې کې د امریکا د پوځي اډو په پرتله له لدې ځایه څخه د الوتکو لپاره د داعش د مرکزونو د ویشتلو لاره لنډه ده.

XS
SM
MD
LG