د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا انتخاباتي مناظره: پر افغانستان هم بحث وشو


د جمهوري ریاست لپاره د دیموکرات ګوند کاندیدانو پر یو بل تندې نیوکې وکړې
د جمهوري ریاست لپاره د دیموکرات ګوند کاندیدانو پر یو بل تندې نیوکې وکړې

د امریکا د متحده ایالتونو د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره دیموکراتو کاندیدانو په نیوهامپشیر ایالت کې مناظره وکړه.

کاندیدانو په دې مناظره کې چې د جمعې په ماښام د (فبروري ۷ مه) د نیوهامپشیر په منچستر ښار کې وشوه د امریکا په کورني او بهرني سیاست، روغتیايي خدماتو، په افغانستان کې د امریکا پر حضور او یو شمیر نورو مسایلو تاوده بحثونه وکړل.

دیموکرات کاندید جوبایډن وویل، له هماغه لومړیو څخه په بشپړ ډول په افغانستان کې د ملت جوړونې له مفکورې سره مخالف و او هغه یوازینی شی چې امریکا باید وکړي په سیمه کې له ترهګرۍ سره مبارزه ده.

ښځینه کاندیدې الیزابت وارن وویل، امریکا باید په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي ځکه نشي کیدای چې پنځه یا لس نور کلونه هم صبر وشي.

میرمن وارن زیاته کړه، ټول د ترهګرۍ سره د مبارزې مشترګې ګټي لري خو دا ددې معني نلري چې یوازې امریکا نه پای ته رسیدونکې جګړې وکړي ، پکاره ده چې ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره له خپلو متحدینو سره کار وکړو.

د مناظرې نورو برخوالو د مخکښو کاندیدانو برني سنډرز او پیت بوتیجیج د آیډیولوژي او تجربې په اړه د جمهور رئیس ټرمپ پوښتنې مطرح کړې او د ټرمپ په ماتولو کې یې د هغوی پر وړتیا شک وښود.

برني سنډرز وویل، امریکا باید د خپل قدرت او ثروت په مرسته د نړۍ هیوادونه رانږدې کړي او په ملګرو ملتونو کې د خبرو او بحث له لارې د اختلافاتو د هواري اقدام وشي.

د ښاغلي سنډرز په وینا، یوازې د پوځ پیاوړتیا ته باید پام ونشي بلکې د خارجه وزارت او دیپلوماسۍ پیاوړتیا هم مهمه ده.

کاندیدانو الیزابت وارن او برني سنډرز څرګنده کړه چې اوس د سیستم د بدلیدو وخت رارسیدلی چیرې چې میلیونران او میلیاردان د جمهوري ریاست ته د رسیدو د هیلو اصلي سرچینې دي.

که څه هم یو شمیر کاندیدانو د قوت نقطې درلودې خو دا معلومه نده چې دا بحث به د کمپاین مسیر بدل کړي.

ټاکل شوېده د راتلونکې سه شنبې په ورځ د امریکا په نیوهامپشیر ایالت کې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د مقدماتي ټاکنې وشي.

د دیموکراتو کاندیدانو انتخاباتي مناظره
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00

XS
SM
MD
LG