د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په پټه له اوکراین غوښتي چې له روسیې سره خبرو ته چمتووالی وښيي - واشنګټن پوسټ


واشنګټن پوسټ د شنبې په ورځ نومبر پنځمه (لړم ۱۴) راپور ورکړ چې د ولسمشر جو بایډن ادارې په پټه د اوکراین مشران هڅولي چې له روسیې سره خبرو ته چمتووالی وښيي او له خپلې هغه غوښتنې لاس په سر شي چې یوازې له واک څخه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د لیرې کیدو په صورت کې د سولې مذاکراتو ته غاړه ږدي.

ورځپاڼې له موضوع څخه د باخبره کسانو په حواله د نومونو له ښودلو پرته ویلي، د امریکايي چارواکو د غوښتنې موخه دا نه وه چې اوکراین د خبرو مېز ته راکاږي، بلکې یوه محاسبه شوې هڅه ده چې کیف د هغو هېوادونو ملاتړ وساتي چې خلک یې د جګړې د اوږدېدو په اړه اندېښمن دي.

د راپور په حواله، وروستۍ خبرې اترې د اوکراین په اړه د بایډن د ادارې د دریځ پیچلتیا په ګوته کوي، ځکه چې متحده ایالاتو له یوې خوا په ښکاره ژمنه کړې چې د کیف د ملاتړ دپاره به "تر وروستۍ شېبې" مرستې برابروي، او له بلې خوا ددغه اته میاشتني بحران حل غواړي ځکه چې د نړۍ اقتصاد ته یې لوی زیان اړولی او د اټومي جګړې وېره یې رامنځته کړې ده.

واشنګټن پوسټ لیکي، امریکايي چارواکو د خپلو اوکرایني سیالانو دا ارزونه شریکه کړې چې پوتین د اوس لپاره د خبرو په اړه جدي نه دی، خو دا یې منلې چې له پوتین سره د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي له خبرو انکار، د اروپا، افریقا او لاتینې امریکا په ځینو هغو هېوادونو کې اندېښنې راپارولي چې ددې جګړې له امله د خوراکي توکو او تیلو نرخونه ډیر لوړ شوي دي.

ورځپانې د یوه امریکايي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي: "د اوکراین ستړیا زموږ د ځینو شریکانو لپاره جدي ده."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ددې راپور په اړه سمدستي تبصره نه ده کړې، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند يې په اړه وویل: "موږ مخکې هم ویلي او بیا به یې وایو: دا باید په عمل کې ولیدل شي. که روسیه په رښتیا خبرو اترو ته چمتو وي نو باید بمباري ودروي او خپل ځواکونه له اوکراین څخه وباسي."

ویاند زیاته کړه: "کریملېن دې جګړې ته دوام ورکوي. کریملېن پر اوکرایین د یرغل له پیل راهیسې په جدي توګه په خبرو اترو کې د ګډون لپاره لېوالتیا نه ده ښودلې."

د واشنګټن پوسټ په حواله، د بهرنیو چارو وزارت دې ویاند د ولسمشر زیلینسکي د جمعې د ورځې څرګندونو ته اشاره وکړه، په کومو کې چې هغه وویل: "موږ سولې ته چمتو یو. د یوې عادلانه سولې دپاره. د سولې غوښتنه موږ څو څو ځله تکرار کړې ده."

زیلینسکي د جمعې په ورځ د اوکراین خلکو ته په خپله ورځنۍ وینا کې زیاته کړه: "نړۍ ته زموږ دریځ واضح دی: د ملګرو ملتونو منشور ته درناوی، زموږ د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی او زموږ د خلکو درناوی دی."

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان د جمعې په ورځ کیف ته د سفر په ترڅ کې وویل چې د سه شنبې په ورځ د کانګرس له منځمهاله ټاکنو وروسته به هم د اوکراین لپاره د واشنګټن "پرېکنده" ملاتړ دوام ولري.

XS
SM
MD
LG