د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پولنډ څخه اوکراین ته د جیټ الوتکو د لیږد پلان رد کړ


پولینډ غوښتل اوکراین ته د پخواني شوروي اتحاد د وخت جنګي جیټ الوتکې ورکړي.
پولینډ غوښتل اوکراین ته د پخواني شوروي اتحاد د وخت جنګي جیټ الوتکې ورکړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن د پولنډ د دفاع وزیر ماریوش بلاشاک سره په ټیلیفون کې خبرې کړي او د اوکراین د جګړې په هلو ځلو کې همکارۍ ته د چمتووالي په هکله یې ترې مننه کړې.

د پنټاګان ویاند جان کربي په خبري کفرانس کې ددې خبرو په هکله وویل، "د دفاع وزیر پدې ټینګار وکړ چې د اوکراین هوایي ځواکونو ته په اوس وخت کې د اضافي جنګي جیټ الوتکو د ورکړې ملاتړ نکوي".

پنټاګان اوکراین ته د جنګي جیټ الوتکو ورکړه د "لوړ کچې خطرناک" اقدام وبوله او زیاته یې کړه چې ښایي دا کار د کړکیچ د شدت په معنی تعبیر شي.

سره لدې چې په اوکراین کې چارواکي په خورا لیوالتیا غواړي چې په هوا کې د روسیې د یرغل سره د مبارزې لپاره دې دا جنګي جیټ الوتکې ورکړل شي او دا موضوع دې حل شي خو داسې معلومیږي چې دا موضوع د متحده ایالاتو او اروپایي متحدینو تر منځ یوه معلومداره ستونزه ده.

پولنډ چې د ناټو غړی هیواد دی ویلي و چې غواړي ګاونډي هیواد اوکراین ته د پخواني شوروي اتحاد د وخت (MiG-29) جنګي جیټ الوتکې په جرمنې کې د متحده ایالاتو د نظامي اډې د لارې واستوي او په بدل کې یې غوښتي و چې امریکا پولینډ ته د F-16 جنګي جیټ الوتکې ورکړي.

خو د پنټاګان ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل چې پدې غوښتنې اوس کار نه کیږي او زیاته یې کړه چې د جنګي جیټ الوتکو په ورکولو سره د روسیې د وړتیاوو په مقابل کې د اوکراین په هوایي ځواک کې د پام وړ بدلون ښایي رانشي.

ښاغلي کربي همدارنګه وویل چې د استخباراتي ادارو ارزیابي دا ده چې اوکراین ته د جنګي جیټ الوتکو ورکړه ښایي د جګړې د شدت لپاره د اشتباه په توګه ولیدل شي او د روسیې لخوا د غبرګون ښودلو سبب شي چې د ناټو سره د نظامي شخړې لپاره به احتمالات ډیر کړي.

جان کربي وویل د اوکراین د دفاع سره د ملاتړ تر ټولو غوره لار دې هیواد ته د هوایي دفاع د سیستمونو په شان د وسلو ورکول دي.

امریکا داسې مهال د دې الوتکو د لیږد پلان ردوي چې د امریکا د متحدو ایالتونو استخباراتي ادراې وايي‌ په اوکراین کې د روسیې په ضد مقاومت او د امریکا او لویدیځ سخت اقتصادي‌ بندیزونه به ولسمشر ویلاديمیرپوتین مجبور کړي چې قوي او بې سنجشه وسیلې ته مخه کړي.

دغو استخباراتي مقاماتو سه شنبه مارچ اتمه (کب ۱۷) د امریکا د استازو د خونې د استخباراتو کمېټې ته وویل چې د مقاومت سره سره به بیا هم د اوکراین اکثریت ښارونه له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

د دوی د راپور په اساس مرکز کیف به ښايي په راتلونکو لسو ورځو کې د اوبو له کموالي سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG