د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په نړۍ کې د مذهب په ازادۍ ټینگار کړی


د امریکا د بهرنو چارو وزارت وایي چې د نړۍ په بیلا بیلو ملکونو کې د مذهب ازادي د خطر سره مخ ده او پکار ده چې د خوندیتوب لپاره یې اقدامات وشي.

په نړۍ کې د مذهب د ازادۍ په اړه د بهرنو چارو په وزارت کې یوه غونډه وشوه. په دغه غونډې کې د امریکا سفیر سام براون بیک وویل چې په نړۍ کې د مذهب د ازادۍ د ځبلو وضعیت پکار ده، بدل شي.

په دغه درې ورځنۍ غونډه کې د نړۍ د مختلفو ملکونو حکومتي استاځو، د بشري حقونو او د مدنې ټولنې غړیو گډون وکړ. د امریکا ځانگړي استاځي ښاغلي براونبیک دغې عونډې ته په وینا کې د مذهب د ازادۍ په اهمیت ټینگار وکړ، هغه وویل،

"په برما کې د روهینگیا مسلمانانو نسل وژنه روانه ده. په عراق کې د اسلامي دولت ډلې د یزیدانو او د عیسویانو ضد تشدد ته دوام ورکړیدی. په ترکېې کې بیگناه پادري اینډریو برنسن په زندان کې دی. په چین کې د یغور مسلمانانو سره تبعیضي چلند کیږي."

هغه په په چین کې د بندي شوي پادري د میرمن د خپل خاوند د خوشې کیدو لپاره د مبارزې یادونه هم وکړه.

د امریکا د بهرنو چارو د وزارت چارواکي وویل چې امریکا د نړۍ په مختلفو ملکونو کې د مذهب د ازادۍ په ځبلو سخته اندیښمنه ده او غږ یې وکړ چې حکومتونه دې د مذهبي ازادي ضمانتي کړي.

XS
SM
MD
LG