د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۱ (لیندۍ ۳۰) وویل کیدای شي د اوکراین پولې ته نږدې د روسي ځواکونو د ځای پرځای کیدو په اړه له هغه سره خبري د ۲۰۲۲ کال په جنوري کې پیل شي.
د انټوني بلینکن دا څرګندونې په داسې حال کې بیان شوې چې د اوکراین پولې ته نږدې د لس ګونه زره روسي پوځیانو د ځای پرځای کیدو په اړه د مسکو او واشنګټن اړیکي ترینګلي شوي دي.
خو د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین، متحده ایالات او متحدین یې په سیمه کې د تاوتریخوالو د زیاتیدو عاملین بللي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري کنفرانس کې وویل:"موږ د متعددو لارو څخه د دیپلوماتیک تعامل لپاره چمتو یو."
دغه جګپوړي امریکایي چارواکي ویلي تمه کیږي چې په ټولو برخو کې د واشنګټن او مسکو ترمنځ خبري جنوري په لومړیو کې پیل شي او باید ولیدل شي چې آیا اختلافات له دیپلوماتیکې لارې هواریدلی شي که نه.
ښاغلي بلینکن خبرداری ورکړ"که روسیه د اوکراین په وړاندې ډیر تهاجمي اقدامات وکړي" مسکو به له پراخو پایلو سره مخ شي.
بلخوا د اروپا او آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کارن ډانفریډ خبریالانو ته وویل چې امریکا او روسیه به په ختیځه اروپا او اوکراین کې د ناټو د هر ډول نظامي فعالیتونو د نه کولو په اړه د مذاکراتو د پیل په هدف د یوې مشخصې نیټې د ټاکلو په اړه توافق وکړي.
دغه امریکایي چارواکي همدارنګه زیاته کړه:"اجازه راکړئ روښانه وغږیږم چې د اروپا د امنیت په اړه به هر ډول خبري د اروپا پرته ترسره نشي."
روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین کریمیه سیمه د خپلې خاورې برخه وګرځوله. غربي هیوادونو تور پورې کړی چې روسیه پر اوکراین د برید لپاره چمتو ده او له همدې امله یې له هغه هیواد سره په پوله کې شاوخوا ۱۰۰ زره پوځیان ځای پرځای کړي دي.
د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین دا تورونه رد کړي او ناټو یې د تاوتریخوالو په زیاتیدو تورنه کړې ده. پوتین په ختیځه اورپا کې یې د یاد پیمان د فعالیتونو د نه پراخیدو حقوقي تضمین غوښتی دی.
متحده ایالتونو اندیښنه څرګنده کړې چې روسیه ممکن د ۲۰۲۲ کال تر لومړیو پورې په اوکراین برید وکړي خو په دې باور ندي چې آیا پوتین به پر اوکراین برید وکړي که نه.
د امریکا جمهور رئیس دوه اوونۍ وړاندې د روسیې له جمهور رئیس سره په انلاین غونډه کې خبرداری ورکړ که روسیه پر اوکراین نظامي برید وکړي متحده ایالات او متحدین به یې پر مسکو سخت ویجاړونکي بندیزونه ولګوي.
خو جوبایډن پر اوکراین د روسیې د نظامي برید په صورت کې هغه هیواد ته د پوځیانو د استولو مسله رد کړې ده خو واشنګټن اوکراین ته په لږه اندازه وسلې استولي څو د دفاعي موخو لپاره ورڅخه کار واخلي.