د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وایي‌ د ایران د اټومي هوکړې وروستی وړاندیز مطالعه کوي


متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمري ۲۵) وویل د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د بیا راژوندي کیدو په هدف د اروپايي ټولنې په منځګړتوب د وروستي پیشنهاد په اړه د ایران د ځواب په مطالعه بوخت دي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وویل له اروپايي ټولنې څخه یې د ایران اسناد ترلاسه کړي او له اروپايي متحدینو سره به د واشنګټن ځواب شریک کړي.

د ایران رسمي خبري رسنۍ ارنا د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې تهران اروپايي ټولنې ته خپل ځواب ورکړی او د نورو خبرو د نه کیدو په اړه د خبرداري سره سره به تهران د اروپايي ټولنې وړاندیز ونه مني.

دغې رسنۍ زیاته کړې: " تفاوتونه په دریو موضوعاتو دي کوم چې متحدو ایالتونو د دوو مواردو په اړه په شفاهي ډول نرمښت ښودلی دی خو دا باید په متن کې ورزیات شي."

ارنا زیاته کړې چې درېیم مورد د قرار داد د دوام د تضمین په اړه دی چې هغه هم د متحدو ایالتونو د واقعبیني پورې اړه لري.

د ارنا خبري اژانس لیکلي:" ایران د ویانا قرار داد د لاسوند متن ته په کتبي شکل ځواب ورکړی دی او اعلان یې کړی چې قرار داد به نهایي شي که متحده ایالات په واقعبینانه او نرم شکل عمل وکړي."

تر دې مخکې ارنا د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په حواله ویلي وو چې امریکایانو د تهران له خوا دوه شوي غوښتنې، په شفاهي ډول منلي دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو د برخې د مشر جوسپ بوریل یو ویاند هم تائید کړې ده چې ایران خپل ځواب ورکړی او اوس د مطالعې په حال کې دی. خو نوموړي په دې اړه څه ونه ویل چې په ځواب کې کوم مسایل شامل دي.

د قرار داد د احیا کیدو احتمال کوم چې د ایران پر تیلو د امریکا د بندیزونو د لرې کیدو لامل کیږي، په نړۍ کې د تیلو د بیې له ټیټیدو سره مرسته کړېده.

د ایران او نړۍ ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټومي قرار داد د امریکا د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شو. په قرار داد کې د ایران د اټومي فعالیتونو د کمیدو په بدل کې پر هغه هیواد د نړۍ د بندیزونو د کمیدو ژمنه شوې وه.

خو امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت پرمهال له قرار داد څخه ووتله او د ایران د تیلو په ګډون یې پر هغه هیواد سخت بندیزونه ولګول.

بریټانیا، چین، فرانسې، جرمني او روسیې له څو میاشتو ځنډ وروسته په اګست میاشت کې له تهران سره خبري پیل کړې، متحدو ایالتونو په دې خبرو کې په غیر مستقیم دول ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG