د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ملگرو ملتونو ته خپله بودجه ٢٨٥ میلیونه ډالره راکموي


په نیویارک کې د ملگرو ملتونو مقر
په نیویارک کې د ملگرو ملتونو مقر

امریکا د ملګرو ملتونو د سازمان عمده مرستندویه هیواد دی، خو د ټرمپ حکومت غواړي ددې سازمان سره خپلې مرستې راکمې کړي.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو استازې ویلي دي دغه سازمان د ٢٠١٨-٢٠١٩ کال بودجه کې به د خپل هیواد په ونډه کې ٢٨٥ میلیون ډالره کموالی راولي.

په ۲۰۱۷ کال کې امریکا د ملګرو ملتونو د عادي بودیجې ٢٢ فیصده او د سولې د ساتنې د ماموریت ٢٨ فیصده بودجه ورکړې چې په مجموعي توگه ٣،٣ میلیارده ډالر کیږي.

دغه اقدام یوه اونۍ وروسته له هغې اعلانیږي چې د ملگرو ملتونو اکثرو غړو هیوادونو د اسرائیل د پایتخت په توگه د بیت المقدس د پیژندنې په هکله د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت د تصمیم پر ضد رایه ورکړه.

د امریکا متحده ایالاتو د ٢٠١١ کال راهیسې له یونسکو سره خپلې مرستې وروسته له هغه وځنډولې چې دغه ادارې د فلسطین ادارې ته بشپړ غړیتوب ورکړ او د ٢٠١٧ کال په اکتوبر کې په بشپړه ددې سازمان نه ووت.

امریکا همداشان د ٢٠١٧ کال په اپریل کې د ملگرو ملتونو د کورینو د لارښونې پروگرامونو سره خپل ملاتړ بند کړ چې د جنین سقط په کې شامل دی.

د امریکا ماموریت وايي چې همداشان د ملگرو ملتونو په مدیریت او مرستندویه چارو کې به هم کموالی راشي.

په دغه اعلان کې د مجموعي بودجې اندازه نه ده ذکر شوې او دا هم ندي ویل شوي چې دغه کموالی به د امریکا پر ونډې څه اثر وکړي.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي وایي چې ددغ سازمان " نه وړتیا او زیات لگښتونه" پوره څرگند دي او هغه به اجازه ورنکړي چې "د امریکا د ولس د سخاوت نه ناوړه استفاده وشي".

میرمن هیلي همداشان ویلي چې په داسې حال کې چې د امریکا ماموریت د بودجې د مذاکرو په پایلو خوشاله ده، هڅه به وکړي چې "داسې لارې چارې وسنجوي چې د ملگرو ملتونو موثریت زیات شي او په عین وخت کې د امریکا گټې هم وساتل شي".

XS
SM
MD
LG