د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: په آرام سمندر کې د چین سره سیالي باید د بلې سړې جګړې سبب نشي


د سپنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار دا څرګندونې د اسټرلیا په یوې انسټیټیوټ کط د ویډیو کنفرانس د لارې کړي.
د سپنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار دا څرګندونې د اسټرلیا په یوې انسټیټیوټ کط د ویډیو کنفرانس د لارې کړي.

پداسې حال کې چې متحده ایالاتو د آرام سمندر په سیمه کې خپل حضور دو چنده ډیروي خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان وایي چې د هند –آرام سمندر په سیمه کې د واشنګټن او بیجنګ تر منځ "سخته سیالي" باید چې د یوې نوې سړې جګړې سبب نشي.

ښاغلي سولیوان نن پنجشنبه نومبر ۱۱ (لړم۲۰) د اسټرالیا په یو انسټیټیوت کې د ویډیو کنفرانس د لارې په وینا کې وویل چې متحده ایالاتو ځکه افغانستان پریښود چې ډیر تاکید د هند – آرام سمندر په سیمه ولري. متحده ایالات غواړي پدې سیمه کې د شخړې د پیدا کیدو احتمالات کم کړي.

دغه جګپوړي امریکایي چارواکي پخپلو خبرو کې د چین سره د نوې سړې جګړې د پیدا کیدو اندیښنې بې اهمیته وبللې او زیاته یې کړه چې "ټولې دا خبرې چې متحده ایالات او چین د بلې سړې جګړې خوا ته ځي او یا دا چې مونږ د شخړې خوا ته روان یو. مونږ دا اختیار لرو چې دا کار ونکړو".

جیک سولیوان همدارنګه وویل، "مونږ باید د دې (سړې جګړې او شخړې) پر ځای هغه څه تعقیب کړو چې جمهور رئیس بایډن سخته سیالي بللې. مونږ به د اقتصاد او ټکنالوژۍ په ګډون په څو ابعادو کې قوي سیالي وکړو. مونږ به د خپلو ارزښتونو لپاره دریږو خو دا به هم منو چې چین به په نږدې راتلونکې کې په نړیوال نظام کې یو عامل وي."

د ښاغلي سولیوان په وینا د هند – آرام سمندر د سیمې لپاره د متحده ایالاتو تګلاره د ائتلافونو د شبکو جوړول دي. پدې ائتلافونو کې د اسټرالیا او بریتانیې سره په اتومي وسلو سمبال د اوبتلونو د ټکنالوژۍ د شریکولو تړون، د هند، جاپان او اسټرالیا سره د "کواډ دیموکراسیو" تر نامه لاندې د سیمې هیوادونو ته د کرونا ضد واکسین رسول او د چین د مخ پر ودې ټکنالوژۍ پر ضد د امریکا – اروپا د سوداګرۍ او ټکنالوژۍ د شورا ایجادول شامل دي.

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار د دې څرګندونو نه وړاندې د چین جمهور رئیس شې ژنپنګ هم ویلي و چې د آسیا آرام سمندر سیمه باید د سړې جګړې د وخت جنجالونو ته ستننه نشي او په جیو پولیټیکي سیمو کې یې د وړو حلقو د جوړیدو په ضد خبرداری ورکړ.

د هند – آرام سمندر په سیمه کې د واشنګټن او بیجنګ دا سیالي پداسې حال کې کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو څه موده وړاندې چین د خپل ملي امنیت د راتلونکې په وړاندې د اصلي اندیښنې په توګه اعلان کړ او وې ویل چې بیجنګ خپله اتومي جبه خانه د هغه څه نه چې اټکل یې کیده، په ډیرې چټکۍ سره پراخوي.

امریکا ویلي، "بیجنګ پدې کار کوي چې د خلق د آزادۍ پوځ تر ۲۰۴۹ کال د نړۍ په کچه تر ټولو غوره ځواک شي".

خو د دې ټولو سره سره د امریکا د دفاع وزارت یاپنټاګون په یو راپور کې ویل شوي چې چین ښایي دا اتومي وړتیا د دې هدف لپاره ونه غواړي چې په اتومي وسلو سمبال قدرت، عمدتاً په متحده ایالاتو برناحقه د اتومي وسلو برید وکړي خو غواړي ثابته کړي چې د اتومي وسلو د برید په غبرګون کې د اعتبار وړ خطر پیښولی شي.

XS
SM
MD
LG