د لاس رسي وړ اتصالات

په کانګرس برید؛ د ټرمپ پخواني همکار ته د شپږو میاشتو بند غوښتنه وشوه


سټیف بینن
سټیف بینن

د امریکا د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت له یو قاضي څخه غوښتي دي چې د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ همکار سټیف بینن ته د شپږو میاشتو بند سزا ورکړي.

ښاغلی بینن تورن دی چې د ۲۰۲۱ د جنورۍ په شپږمه نېټه د کانګرس په ودانۍ باندې د ښاغلي ټرمپ د پلویانو د برید په اړه دوه ځلې د ګواهۍ ورکولو لپاره ګانګرس ته له ورتلو ډډه کړې ده.

د فرانسې خبري اژنس د راپور په اساس، د عدلیې وزارت په یو سپارښتلیک ویلي دي چې ۶۸ کلن بینن باید د شپږو میاشتو بند د سزا د ګاللو سربېره ۲۰۰زره ډالر جریمه هم شي.

په دغه سپارښتلیک کې ویل شوي چې د ښاغلي ټرمپ دغه پخواني سیاسي ستراتیژست او همکار په دې پلمه، چې د کانګرس په ودانۍ باندې به د برید په قضیه کې همکاري کوي، په پرلپسې ډول دا بهیر ځنډولی دی.

دا وزات وايي چې ښاغلي بینن د «سر غړونې د بدې مفکورې او سپکاوي تګلاره» غوره کړې ده.

د ګانګرس یوې کمېټې، چې د دغه برید د قضیې د څېړلو لپاره ټکل شوې، په تحقیقاتو کې وویل چې ښاغلی بینن د کانګرس په ودانۍ باندې د برید په اړه له مخکې خبر و.

په ۲۰۲۱کال کې د ښاغلي ټرمپ ځینو پلویانو هغه وخت د کانګرس په ودانۍ یرغل وکړ چې په انتخاباتو کې د ولسمشر جوبایډن د تائیدۍ بهیر روان و.

په تحقیقاتو کې همدغه راز ویل شوي دي چې ښاغلي بینن هلې ځلې کولې چې کانګرس د ښاغلي بایډن مخه ونیسي. ښاغلي بایډن په ټاکنو کې مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړې وه.

که څوک په کانګرس باندې په برید کولو تورن وپېژندل شول، سزا یې لس میاشتې حد اکثر زندان او ۱۰۰زره ډالر جریمه ده.

XS
SM
MD
LG