د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا د تایوان سره د اړیکو پراخولو لایحه منظوره کړه


د متحده ایالاتو د سنا په مجلس کې د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ تیره ورځ سپټمبر ۱۴ (وږي۲۳) یوه لایحه مظوره کړه چې له مخې یې له تایوان څخه د واشنګټن په نظامي ملاتړ کې د پام وړ زیاتوالی راځي.

پدې لایحې کې د تایوان سره په ملیاردونو ډالرو امنیتي مرستې هم شامل دي او پداسې حال کې کیږي چې چین د دې ټاپو په خلاف چې په دموکراتیکه حکومتولي لري، نظامي فشار ډیر کړی.

سره لدې چې د جمهور رئیس جو بایډن حکومت پدې لایحې اندیښنه لري خو د بهرنیو اړیکو کمیټې د "تایوان لپاره د پالیسۍ لایحه - ۲۰۲۲۲" په ۱۷ طرفدارو او ۵ مخالفو رایې منظوره کړه.

د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو دا قوي ملاتړ د تایوان په برخې کې د متحده ایالاتو د پالیسو د بدولون لپاره ملاتړ څرګندوي او داسې بدلون چې د غیر ناټو ستر متحد په شان چلند ورسره کیږي.

هغوی چې ددې لایحې ملاتړ کوي وایي چې دا په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د تایوان سره د اړیکو د لایحې راپدیخوا د تایوان سره د امریکا د اړیکو د سره جوړولو لپاره تر ټولو ستره لایحه وي.

د سنا په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر دموکرات سناتور باب منینډیز پدې هکله وویل، " د هغه څه په هکله چې مونږ ورسره مخ یو باید سترګې مو خلاصې وي".

ښاغلي منینډیز پدې هم ټینګار وکړ چې واشنګټن د بیجنګ سره جګړه او د جنجال ډیروالی نه غواړي.

په همدې حال کې پدې کمیټې کې تر ټولو جګپوړي جمهوري غوښتونکي سناتور جم ریش ویلي، " که وغواړو دا ډاډ تر لاسه کړو چې تایوان د جنګ کولو فرصت ولري، باید همدا اوس عمل وکړو".

د سنا دې غړي همدارنګه خبرداری ورکړ چې په تایوان کې د اوسني حالت هر ډول بدلون به د متحده ایالاتو اقتصاد او ملي امنیت ته "ناوړه "عواقب ولري.

د لایحې له مخې به د تایوان سره د څلورو کالونو لپاره ۴.۵ ملیارده ډالر امنیتي همکاریو ته بیل شي او په نړیوالو سازمانانو کې به یې د ګډون ملاتړ وشي.

چین د دې لایحې سره د جون په میاشت کې چې د متحده ایالاتو د سنا په مجلس کې د بحث لپاره وړاندې کیده، جدي مخالفت څرګند کړی و او په غبرګون کې یې ویلي و "که واشنګټن داسې کړنې وکړي چې د چین ګټو ته زیان ورسیږي، بیجنګ به اړ شي چې پر ضد یې قاطع اقدامات وکړي"

په عین حال کې په واشنګټن کې د تایوان اوسنۍ سفیرې هسایو بي کم د کانګرس په ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د سپینې ماڼۍ سره یې پر چین د کومو ځانګړو بندیزونو په هکله خبرې ندي کړي بلکې په تایوان کې د اوسني وضعیت ساتنې د ډاډ تر لاسه کولو لپاره د مخنیوي په لارو چارو غږیدلې ده.

د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ دا لایحه داسې مهال منظوروي چې د استازو د مجلس مشره ننسي پلوسي تیره میاشت د چین د سختو خبرداریو سره سره، تایوان ته ولاړه او بیجنګ د دې سفر په غبرګون کې د خپل نظامي قوت د څرګندولو لپاره د تایوان سره نږدې داسې نظامي تمرینات وکړل لکه د یرغل په حالت کې چې کیږي.

د متحده ایالاتو د کانګرس پلاوي چې میرمن پلوسي یې مشري کوله په یوې اعلامیې کې وویل چې دغه سفر "د تایوان د خوځنده دموکراسۍ څخه د متحده ایالاتو د نه ماتیدونکي ملاتړ" څرګندونه کوي.

په اعلامیه کې راغلي: " د تایوان له مشرتابه سره زموږ بحثونه به د خپل ملګري سره زموږ د ملاتړ په بیا تاییدولو او د هند - آرام سمندر د ازادې او پرانستې سیمې د پراختیا په ګډون زموږ د ګډو ګټو په وده باندې تمرکز وکړي. په داسې حال کې چې نړۍ د استبداد او ډموکراسۍ ترمنځ له کړکېچ سره مخامخ ده، د تایوان له ۲۳ میلیونو وګړو سره د امریکا پیوستون تر بل هر وخت ډېر مهم دی."

د میرمن پلوسي د سفر څخه څو ساعته دمخه د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هووا چونینګ په بېجينګ کې په يو خبري کنفرانس کې وويل: «امريکا د چين د امنيتي ګټو او ملي حاکميت ته د نه پاملرنې په صورت کې د دې مسؤوليت په غاړه لري او بيه به یې ادا کړي.

XS
SM
MD
LG