د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا په یمن کې د سعودي د طرفدارۍ نه کولو پریکړه وکړه


د امریکا د سنا غړیو پریکړه کړیده چې په یمن کې د سعودي عربستان د ملاتړ نه لاس اخلي او خپل عسکر بیرته راغواړي

د امریکا سنا د هغې نه وروسته د سعودي عربستان د ملاتړ نه د لاس اخیستلو پریکړه کړې چې په ترکیې کې سعودي خبریال جمال خاشقجي ووژل شو او د سي آی اې وویل چې دغه قتل د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په امر شویدی.

دا لمړی ځل دی چې د امریکا کانگرس د جنگ په اړه د قانون نه استفاده کوي او جنگ ته د ورغلو ځواکونو د بیرته را ایستلو پریکړه کوي.

په هغه سناتورانو کې چې د یمن نه د عسکرو د بیرته راوستلو په پلوۍ یې رای ورکړیدي، د ولسمشر ټرمپ د جمهوري غوښتونکي گوند سناتوران هم شامل دي.

د ځواکونو بیرته را ایستلو په پلوۍ ٥٦ رای او په مخالفت کې یې ۴١ رای اچول شویدي.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ څو وارې څرگنده کړیده چې هغه اوس هم د سعودي عربستان ملاتړ کوي او د ایران په مقابل کې سعودي ته ضرورت لري.

پدی برسیره ولسمشر ټرمپ وایي چې سعودي په امریکا کې د ملیاردو ډالرو پانگه اچونه کوي او ملگری هیواد یې دی. خو د امریکا په کانگگرس کې بیا د سعودي عربستان د ولیعهد په رول نیوکې کیږي.

XS
SM
MD
LG