د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو نیمایي برخه سویس ته انتقالوي


امریکا وايي نغواړي دا پېسې د طالبانو لاس ته ورشي
امریکا وايي نغواړي دا پېسې د طالبانو لاس ته ورشي

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت اعلان کړی دی چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو نیمايي برخه (۳.۵ میلیارد ډالر ) به په سویس کې د «افغان فنډ» په نوم یو نوي جوړ شوي صندوق ته استوي چې د افغانستان د اقتصاد د ښه والي په برخه کې ولګول شي.

د امریکا د مالیې وزارت نن چهارشنبه سپتمبر ۱۴ (وږې۲۳) اعلان وکړ چې دا پېسې به د افغانستان بانک ته، چې طالبان یې کنترولوي، نه انتقالېږي.

د افغانستان د پېسو نوی جوړ شوی صندوق به د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو معاملاتو، د وارداتي برېښنا د پېسو د ورکولو، د پورونو د ورکولو او د پېسو د چاپولو په ګډون د نورو ټولو اړوندو اړتیاوو د پوره کولو مسئول وي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د دوو چارواکو، د مالیې پخواني وزیر انورالحق احدي او د افغانستان بانک د عالي د شورا غړي شاه محمد محرابي په ګډون یو پلاوی به د «افغان فنډ» چارې څاري. دا نوی جوړ شوی صندوق د سویس په ژنیو ښار کې دی.

د امریکا د مالیې وزارت مرستیال والي ادییمو افغانستان بانک ته په یو استول شوي پیغام کې خواشیني ښودلې ده چې د امریکا اندېښنو ته یې ځواب ونشو ویلای.

په دغه بیان راغلي دي چې «د افغانستان د مرکزي بانک په ګډون داسې بنسټ نشته چې د دې ضمانت وکړي چې دا پېسې به یوازې د افغانستان د خلکو د ګټې لپاره لګول کېږي».

د ښاغلي ادییمو په بیان کې راغلي دي چې تر څو پورې دا شرايط برابر نشي افغانستان بانک ته د پېسو استول به له «نه منل کېدونکي خطر سره» مخامخ وي.

ټاکل شوي چې د «افغان فنډ» په نامه دغه صندوق به د تصفي په بین المللي بانک کې یو حساب ولري چې دا بانک به د افغانستان بانکونو ته مالي خدمات وړاندې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وندي شرمن ویلي دي چې دا نوی جوړ شوی صندوق به د افغانستان د خلکو سره په اقتصادي غوړېدا کې مرسته کوي او له طالبانو سره به حساب او کتاب وکړای شي.

په همدې حال کې د افغانستان بانک، چې طالبان یې کنترولوي، په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې « د افغانستان بانک په نامرتبطو برخو کې د دغو پېسو د تخصیص، کارونې او لېږد په اړه هر ډول پرېکړه د نه منلو وړ ګڼي او غواړي چې په دې اړه له سره غور» وشي.

دا اعلامیه د افغانستان بانک ته منسوب ټویټر کې خپره شوې ده. کابل ته د طالبانو تر راتګ وروسته د امریکا متحدو ایالتونو حکومت د افغانستان شاوخوا اووه میلیارد ډالر شتمنۍ ګنګل کړې او وايي چې نغواړي دا شتمنۍ د طالبانو لاس ته ورشي.

د نړیوال بانک د اروزونو په اساس په افغانستان کې ۷۰ سلنه خلک نشي کولای چې خپل ورځني خواړه برابر کړي، وايی دا شمېره د طالبانو تر راتګ مخکې ۳۵ سلنه وه.

XS
SM
MD
LG