د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: هانوی کې د شمالي کوریا له پلاوي سره زموږ مجلس ډیر گټور و


ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي د شمالي کوریا له مشر سره کتنې ته سترگې په لار دی
ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي د شمالي کوریا له مشر سره کتنې ته سترگې په لار دی

​​ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جمعی په ورځ وویل چی دیپلوماتانوېې په هانوی کې د شمالی کوریا له استازیو سره ډیر گټور مجلس وکړ.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جمعی په ورځ وویل چی دیپلوماتانو ېې په هانوی کې د شمالی کوریا له استازیو سره ډیر گټور مجلس وکړ.

ښاغلي ټرمپ په خپل ټوېټر ولیکل، دیته سترگې په لار دی چی د (شمالي کوریا) له رهبر کیم سره وگوری څو د سولی مسله پرمخ بوزي.

تردې وروسته هغه وویل چی دی به د دویم ځل لپاره د شمالی کوریا د دموکراتیک جمهوریت له مشر کېم جانگ اون سره ملاقات وکړي.

دغه ملاقات به د فبروری په ٢٧ او ٢٨ مو نېټو د ویتنام په پلازمینه هانوی کې وشی.

دامریکا عسکر- جنوبي کوریا
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د تیرکال د مارچ راهیسی په مکرره توگه دا غوښتنه کوله چی جنوبی کوریا دې د عسکرو په لگښت کې خپله ونډه زیاته کړي.

ددې نوې موافقې له مخی به جنوبی کوریا د امریکايی عسکرو لگښت لپاره سږکال ٨٩٠ ملیون ډالر ورکوي. په جنوبی کوریا کې د امریکا د عسکرو شمیر تر اته ویشت زرو لږ زیات دی.

خو پکارده د جنوبی کوریا پارلمان د متحدو ایالاتو او جنوبی کوریا ترمنځ د لگښت د زیاتوالی دانوې موافقه منظور کړی.

XS
SM
MD
LG