د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ۳۳ ایالتونو د میتا شرکت تورن کړی چې د ماشومانو روغتیا زیانمنوي


د میتا په شرکت تور دی چې په انسټګرام او فیس بوک کې یې داسې خصوصیات اچولي چې ماشومان روږدي کوي.
د میتا په شرکت تور دی چې په انسټګرام او فیس بوک کې یې داسې خصوصیات اچولي چې ماشومان روږدي کوي.

د متحده ایالاتو ۳۳ ایالتونو سه شنبه اکټوبر ۲۴ (لړم ۲) د میتا شرکت پر ضد چې د فیس بوک او انسټګرام په ګډون ټولنیزې شبکې لري، حقوقي دعوا کړې او دا تور یې پرې لګولی چې د ماشومانو ذهني روغتیا ته زیان رسوي.

دا حقوقي دعوا چې د سه شنبې په ورځ د کلفورنیا په ایالت کې ثبت شوې د میتا په شرکت تور لګول شوی چې د انسټګرام او فیس بوک په ټولنیزو شبکو کې یې داسې خصوصیات نصب کړي چې ماشومان پرې معتاد کیږي او ذهني روغتیا یې زیانمنوي.

په عریضې کې دا هم ویل شوي چې دې شرکت د ۱۳ کالونو څخه کم عمره ماشومانو شخصي معلومات پرته لدې چې د والدینو څخه یې اجازه واخیستل شي، ټول کړیدي چې د فدرالي قوانینو څخه سرغړاونه ده.

د دې ایالتونو په ګډې شکایت نامې کې ویل شوي، "په څیړنو کې معلومه شوې چې د میتا ټولنیزو شبکو څخه د ګټې اخیستو له کبله ماشومان په خپګان، تشویش او بې خوبۍ اخته شوي او هم یې د هغوي په پوهنې او ورځني ژوند ناوړه اغیز کړی.

د متحده ایالاتو دا ۳۳ ایالتونه پداسې مهال دا شکایت کوي چې د میتا شرکت هم په ۲۰۲۱ کال کې د یوې څیړنې څخه وروسته ویلي و پدې خبر دي چې د انسټګرام څخه د تنکیو ځوانانو او په ځانګړې توګه نجونو ګټه اخیستل څومره زیان لري.

د دې شرکت په څیړنو کې معلومه شوې وه چې د انسټګرام څخه د کار اخیستو له کبله ۱۳.۵ په سلو کې د لسو او شلو کالونو په منځ کې عمر لرونکو نجونو ویلي و چې د ځان وژنې په هکله فکر کول یې لا خراب شوي او ۱۷ په سلو کې بیا ویلي و چې د همدې شبکې څخه د کار اخیستو له کبله یې په خوراک کې اختلال پیدا شوی.

د میتا شرکت د متحده ایالاتو ددې ۳۳ ایالتونو د شکایت په ځواب کې ویلي چې په شبکې کې یې ۳۳ داسې وسایل معرفي کړي چې د تنکیو ځوانانو او د کورنیو غړیو سره یې مرسته کولی شي.

دې شرکت همدرانګه ویلي، "مونږ خواشیني یو چې د ټولو شرکتونو سره په ګټوره توګه د کار کولو پر ځای چې وکړی شو د هغو اپلیکیشنونو لپاره ښکاره او د عمر سره مناسب اصول جوړ کړو چې ډیر تنکي ځوانان یې کاروي، لوی څارنوالانو دا لار غوره کړې".

میتا د ټولنیزو شبکو یوازینی شرکت ندی چې د شکایتونو او حقوقي اقداماتو سره مخ دی. د بایت ډانس، ټیک ټاک، ګوګل او یوټیوب په شرکتونو هم داسې شکایتونه شته چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره یې کافي ګامونه ندي اخیستي.

د متحده ایالاتو د فدرالي قوانینو له مخې د ۱۳ کالونو څخه کم عمر لرونکي ماشوم اجازه نلري چې پدې شبکو کې حسابونه ولري خو په عین حال کې بیا په همدې شبکو کې داسې لارې چارې شته چې ماشومان کولی شي په آسانۍ ځانونو ته حسابونه جوړ کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG