د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې ځان وژنې ٢٥ فیصده زیاتې شوي


د امریکا د امراضو د کنترول او مخنیوي مرکز اعلان کړی چې په امریکا کې د دوو تیرو لسیزو په پرتله د ځان وژنو کچه ٢٥ فیصده زیاته شوې ده.

پدې رپوټ کې راغلي دي چې په متحده ایالاتو کې د ځان وژنو کچه د ١٩٩٩ نه تر ٢٠١٦ کلونو پورې ٢٥ فیصده زیاته شوې او هغه کسان چې ځانونه یې وژلي عمرونه یې لس کلن او له هغه نه پورته وو.

پدغه رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د ځان وژنو کچه د امریکا په ٢٥ ایالتونو کې ٣٠ فیصده وده کړې ده.

د امریکا د امراضو د کنترول او مخنیوي مرکز موندنې ښیي چې د هغو کسانو څه دپاسه ٥٠ فیصده چې ځانونه یې وژلي رواني ناروغۍ او پریشانۍ درلودې.

ددې مرکز مرستیالې ډاکترې انا شوچت، ویلي دي چې په امریکا کې اوس د مړینو ١٠ فیصده ځان وژنې دي او دغه شمیره "د اندیښنې وړ" ده.

پدې رپوټ کې ویل شوي چې د الزایمر د ناروغۍ او د زیاتو درملو د استعمال په وجه مړینې هم په امریکا کې زیاتې شوې دي.

میرمن شوچت، ویلي دي چې یواځې په ٢٠١٦ کې شاوخوا ۴٥ زرو کسانو په امریکا ځانونه وژلي دي او دغه شمیره ښیي چې په متحده ایالاتو کې د ځان وژنې ستونزه خطرناک حالت ته رسیدلې ده.

د امریکا د ٥٠ ایالتونو او واشنگټن ډي سي ښار په منځ کې ډیره لږه ځان وژنه په "دلاویر" ایالت کې شوې – شپږ فیصده – او تر ټولو زیاته په "شمالي داکوتا" کې رامنځ شوې چې ٥٨ فیصده وه.

نوادا یواځنی ایالت دی چې پدې موده په کې ځان وژنه یواځې یو فیصد زیاته شوې ده. خو بیا هم د نوادا په ایالت ځان وژنې زیاتې دي چې د ١٩٩٩ نه تر ٢٠١٦ پورې په کې په هرو سلو کسانو کې ٢٣ کسانو ځانونه وژلي دي.

د امریکا د حکومت شمیرې ښیي چې د ښځو ترمنځ ځان وژنې هم مخ په ډیریدو دي. خو بیا هم د ښځو په پرتله د نارینو ځان وژنې پنځه برابره زیاتې دي.

پدې منځ کې هغو کسانو چې ځاونونه وژلي ١٨ فیصده امریکایي پوځیان وو. خو ددغه رپوټ په بنسټ تر ټولو زیاتې ځان وژنې د منځني عمر لرونکو کسانو کړي دي.

XS
SM
MD
LG