د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا اوکراین ته د توغندیو د دفاع پرمختللی سیستم پیري: سرچینه


متحده ایالات ښایي په همدې روانې اوونۍ کې اعلان وکړي چې د اوکراین لپاره د توغنديو داسې پرمختللی سیستم پیري چې د لنډ او منځنۍ واټن توغندیو د دفاع وړتیا ولري.

یوه سرچینه چې پدې هکله معلومات لري، یکشنبه جون ۲۶ (چنګاښ۵) یې د رویټرز خبري اژانس ته دا معلومات ورکړیدي.
دې سرچینې همدارنګه ویلي چې واشنګټن ښایي د اوکراین لپاره د نویو امنیتي همکاریو اعلان وکړي چې د توپونو مهمات او د توپونو ضد رادارونه پکې شامل دي.

سرچینې ویلي چې متحده ایالات اوکراین ته دا نظامي مرستې پدې خاطر ورکوي چې د روسیې د یرغل په مقابل کې د دې هیواد پوځي اړتیاوې پوره شي او په ښه توګه مقابله وکړی شي.

تر اوسه نده معلومه چې متحده ایالات به د توغندیو د دفاع دا پرمختللی سیستم له کوم هیواده وپیري او په واشنګټن کې چارواکو هم تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

د اوکراین سره د نظامي مرستو دا خبر پداسې حال کې کیږي چې روسي ځواکونو یو ځل بیا د اوکراین په پایتخت کیف او خارکیف هوایي بمبارۍ کړي.

په کیف کې چارواکو ویلي چې توغندیو د خلکو د اوسیدو په دوو ځایونو لګیدلي چې یو تن پکې وژل شوي او څلور نور ټپي شویدي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن چې د جې۷ هیوادونو په سرمشریزه کې یې ګډون کړی د اوکراین پر پلازمینه کیف باندې د روسیې برید یې وحشت ګڼلی دی. ښاغلي بایډن ددې برید په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې: «دا تر ډیره د هغوی بربریت دی

د کیف ښاروال ویتالي کلیتچکو وویل چې د وسلو جوړولو د یوې فایریکې په ګاونډ کې په یوې ملکي ودانۍ باندې د یکشنبې د سهار وختي په برید کې د یوې اوه کلنې ماشومې په ګډون څلور تنه ټپیان شوي چې روغتون ته انتقال شوي دي. هغه وویل چې روسې دا میزایل پدې خاطر توغولی چې په مادرید کې د ناټو تړون د غونډې دمخه «اوکراینیان وډاروي».

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمتري کولیبا په خپل ټویټر کې د ټپي شوې ماشومې عکس خپور کړی او ویلي یې دي چې هغه ارامه ویده «چې روسي د کروز په میزایل د هغې کور په نښه کړ

XS
SM
MD
LG