د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د بشري حقونو شورا کې د روسیې د غړیتوب ځنډول غواړي 


 د ملګرو ملتونو ملتونو د بشري‌ حقونو د برخې مشرې مېشل بچلیټ ویلي د بوچا تصویرونه «جنګي جنایات» په ګوته کوي 
د ملګرو ملتونو ملتونو د بشري‌ حقونو د برخې مشرې مېشل بچلیټ ویلي د بوچا تصویرونه «جنګي جنایات» په ګوته کوي 

د اوکراین مرکز کیف ته نژدې د بوچا ښارګوټي کې د روسیې ځواکونو له لوري د وژل شویو اوکراینیانو د ډله ایزو قبرونو له موندل کېدو وروسته، د امریکا متحده ایالتونه پلان لري‌ چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د روسیې د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې لیندا توماس-ګرینفیلډ نن دوشنبه اپریل څلورمه (وري۱۵)‌ په خپل ټویټر کې لیکلي‌ دي چې د اوکراین او نورو غړیو هېوادونو سره په ګډه به په دغې شورا کې د روسیې د غړیتوب ځنډول وغواړي.

هغې لیکلي‌ دي: «د بوچا تصویرونه او په اوکراین کې ویجاړۍ له موږ غواړي چې اوس خپلو خبرو ته د عمل جامه ور واغوندو. موږ غړي‌ دولت ته،‌ چې زموږ هر موزون اصول زیانمنوي، اجازه نشو ورکولای چې په شورا کې ګډون کول روان وساتي. روسیه باید په دغې شورا کې د صلاحیت واک ونلري او نه باید موږ روسیې ته اجازه ورکړو چې دا شورا د خپل پروپاګند وسلیه کړي او ووايي‌ چې د بشري حقونو په اړه مشروعه اندېښنه لري.»

خپلواکو نړیوالو خبریالانو د اوکراین د بوچا په ښارګوټي کې د هغو خلکو جسدونه لیدلي چې د ولسي خلکو جامې یې په تن وې او لاسونه یې هم تر شا تړل شوي‌ وو.‌ دا راپورونه له هغه وروسته خپاره شول چې روسي‌ ځواکونه له دغې سیمې څخه په شا وتمبول شول.

د اوکراین لویه څارنواله ایرینا وندیکتوا ویلي‌ دي چې تر دې دمه د ۴۱۰ کسانو مړي‌ موندل شوي‌دي. د ملګرو ملتونو ملتونو د بشري‌ حقونو د برخې مشرې مېشل بچلیټ ویلي دي‌ چې د بوچا تصویرونه «جنګي جنایات» په ګوته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین تېره ورځ روسیه سخته وغندله او په اوکراین کې یې په جنګي جرمونو تورنه کړله.

ښاغلي بلنکین دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې نړۍ د لومړي ځل لپاره د اوکراین د بوچا په کلي کې د وژل شویو اوکراینیانو مړي ولیدل چې په لارو او کوڅو کې پراته وو.

ښاغلي بلینکن د سي ان ان تلویزیون سره په مرکې کې وویل، "مونږ پدې هکله بې احساسه نشو پاتې کیدو. مونږ دا عادي کولو نشو".

سره لدې چې اوکراین ادعا کوي د پایتخت مرکزي او شمالي برخې یې بیرته روسیې څخه نیولي خو امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې متحده ایالات به په اوکراین کې د روسیې جنګي جرمونه مستند کړي.

کرملین د بوچا په ښارګوټي کې د ولسي‌خلکو وژل ردوي او وايي چې خپاره شوي تصویرونه «درواغ» دي.

XS
SM
MD
LG