د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا تر ټولو جګپوړی نظامي قوماندان سوریې ته تللی


د امریکا د وسله وال پوځ لوی درستیز په سوریې کې د میشتو امریکايي سرتیرو سره کتلي دي.
د امریکا د وسله وال پوځ لوی درستیز په سوریې کې د میشتو امریکايي سرتیرو سره کتلي دي.

د امریکا د وسله وال پوځ عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي شنبه مارچ ۴ (کب۱۳) د سوریې په شمال ختیځ کې د میشتو امریکایي او ائتلافي ځواکونو سره وکتل.

د جنرال میلي ویاند ډګروال ډیف بټلر ویلي چې په سوریه کې میشتو امریکایي سرتیرو او قوماندانانو د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف د روانو عملیاتو په هکله معلومات ورکړل خو دا یې ندي ویلي چې آیا جنرال میلي د کردي ځواکونو سره هم کتلي که نه.

د سوریې دموکراتیک ځواکونه چې متحده ایالات یې تر شا ولاړ دی، د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو سره په سوریه کې د داعش په خلاف جګړې کې همکاري کوي.

د جنرال میلي د سفر څخه یوازې یوه ورځ وړاندې د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ وویل چې د سوریې په شمال ختیځ کې د خپلو متحدینو سره یو ځای یې د فبروري په میاشت کې د داعش په خلاف د لسو څخه ډیر عملیات کړي چې د دې ډلې پنځه غړي پکې وژل شوي او ۱۱ نور یې ژوندي نیول شوي.

د جنرال میلي ویاند همدارنګه وویل چې د داعش په خلاف د روانو عملیاتو په هکله د معلوماتو تر لاسه کولو تر څنګ، د امریکا دې تر ټولو جګپوړي نظامي قوماندان د ځواکونو د خوندیتوب تدابیر معاینه کړل او د الهول کډوالو کمپ څخه بیرته خپلو هیوادونو ته د کمپ د اوسیدونکو د ستنولو چارې یې هم ارزیابي کړلې.

ویل کیږي چې په سوریې کې د امریکا شاوخوا ۹ سوه سرتیري دیره دي چې د داعش په خلاف جګړې کې د ائتلافي ځواکونو مشري کوي. د اسلامي دولت یا داعش ډلې چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د عراق او سوریې ګڼ شمیر سیمې په لاس کې وې، د ټولې نړۍ څخه یې بهرني جنګیالي استخدام کول چې د هغوي لپاره جګړې او نور کارونه وکړي.

په دوي کې ګڼ شمیر نجونې هم وې چې سوریې اوعراق ته د اروپایي هیوادونو څخه تللې وې او بیا یې همالته ودونه وکړل.

د سوریې په شمال کې د الهول په کمپ کې لسګونه زره کسان پراته دي چې ډیری یې عراقیان او سوریایان دي خو د لسو زرو په شاوخوا کې داسې بهرنۍ میرمنې او ماشومان هم پکې شته چې پلرونه یا میړونه یې د داعش پخواني وسله وال و. ډیری دا کسان وروسته تر هغه دې کمپ ته یوړل شول چې داعش په ۲۰۱۹ کال کې مات شو او "خلافت" یې له منځه ولاړ.

پدې کمپ کې بهرنیان د نورو څخه لیرې په یو خوندي ځای کې ساتل کیږي ځکه چې لا هم د هغوي ماشومان افراطي نظر لري چې د کمپ کردي ساتونکو او نورو اوسیدونکو ته وخت ناوخته ستونزې پیدا کوي.

د الهول په کمپ کې نږدې ۲۰ زره ماشومان دي او پاتې نور یې د داعش د پخوانیوغړیو میرمنې او کونډې دي.

د کمپ په یوې برخې چې ټینګ امنیتي تدابیر پکې نیول شوي، نږدې ۱۰ زره کسان پکې ساتل کیږي چې ۲ زره یې میرمنې دي او د ۵۷ هیوادونو اتباعې دي. دوي د داعش تر ټولو کټرې ملاتړ کوونکې بلل کیږي چې د خپلو شاوخوا ۸ زرو ماشومانو سره په کمپ کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG