د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: امریکا ته د ویزو لاټري او د کورنیو مهاجرت لړۍ بندوم


جمهور رئیس ټرمپ د متحده ایالاتو د دفاعي لگښتونو د نوي قانون د لاس لیک پر وخت
جمهور رئیس ټرمپ د متحده ایالاتو د دفاعي لگښتونو د نوي قانون د لاس لیک پر وخت

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ وویل چې امریکا ته د ویزې د لاترۍ د پروگرام له لارې د راتگ او د کورنیو د غړو د مهاجرت سلسله ختموي.

ښاغلي ټرمپ په ځانگړې توگه د وروستیو تروریستي بریدونو یادونه وکړه او وویل "په څو تیرو اونیو کې په نیویارک کې د بهرنیو اتباعو له خوا دوه تروریستي حملې وشوې چې بریدګرو د امریکا د متحده ایالات گرین کارت یې درلود".

په یوه تازه پیښه کې یو بریدگر د دوشنبې په ورځ د نیویارک ښار د منهاتن د "پورت اوتوریتي" په ساحه کې پر بدن باندې یو تړلی بم وچاوه چې درې تنه یې ټپیان کړل.

پولیسو ددې پیښې عامل ٢٧ کلن بنگله دیشی عقایدالله معرفي کړی دی چې اوه کاله مخکې د کورنۍ خپلوۍ له لارې د امریکا متحده ایالاتو ته راغلی و او د هغه په پخپله وینا له داعش نه یې الهام اخیستی دی.

تیره میاشت ٢٩ کلن اوزبیکستاني سیف الله سیپوف، چې د گرین کارت لاترۍ له لارې امریکا ته راغلی و، د نیویارک په منهاتن کې یې خپل موټر د بایسکل ځغلوونکو سره ټکر کړ چې په دې پیښه کې اته تنه ووژل شول او څه دپاسه لس تنه نور ټپیان شول. سیپوف هم له داعش نه الهام اخیستی و.

جمهور رئیس ټرمپ د متحده ایالاتو د دفاعي لگښتونو د نوي قانون له لاس لیک دمخه په خپله لنډه وینا کې وویل چې د گرین کارت د لاترۍ او د کورنۍ خپلوۍ له لارې د مهاجرت د بندولو لپاره پراخ ملاتړ موجود دی. هغه له کانگرس وغوښتل چې په دې هکله اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG