د لاس رسي وړ اتصالات

د خاشقي قتل؛ ولسمشر ټرمپ پر شهزاده سلمان شک لري


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایې چې ښايي د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د عرب خبریال د وژلو په قضیه کې دخیله وي.

ټرمپ وایې چې پر شهزاده سلمان ځکه مسؤلیت ګرځي چې دی د سعودي په حکومت کې "هرکاره" دی.

ټرمپ وویل: "پدې مرحله کې هلته (سعودي عربستان) کې شهزاده هر څه مدیریت کوي، هغه هرڅه پرمخ بیايي نو هر هغه څوک چې وي، ښايي پخپله دی وی."

جمال خاشقجي چې د واشنګټن پوست ورځپاڼې لپاره یې لیکنې کولې، څه باندې دوه اونۍ مخکې په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې تري تم شو.

د سعودي عربستان حکومت اوږدې چوپتیا وروسته ومنله چې خاشقجي د یوې "نښتې" په ترڅ کې مړ شوی دی.

د ټرمپ تازه څرګندونو پر سعودي عربستان موجوده فشارونه نور هم زیاتولی شي.

دارنګه، د ترکیې د ولسمشر یو سلاکار ویلي چې د شهزاده محمد "لاسونه په وینو ککړ دي".

د سعودي چارواکو تراوسه د ولسمشر ټرمپ او د ترکیې د ولسمشر د سلاکار پر تازه څرګندونو تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG