د لاس رسي وړ اتصالات

سلیوان: امریکا تر هغه د خپلو اټومي کوپړیو محدودیت ساتي چې روسیه هم دې کار ته ژمنه وي


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان

د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار، جیک سولیوان د جمعې په ورځ جون دوهمه (غبرګولي ۱۱مه) وویل، امریکا چمتو دی چې د خپلو اټومي کوپړیو محدودیتونه وساتي، په دې شرط چې روسیه ورته کار ترسره کړي.

نوموړي همداشان ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له روسیې او چین سره د اټومي وسلو د کمولو پر نوي تړون خبرې وکړي.

ښاغلي سولیوان د اټومي وسلو د کمولو د سټراتیژیک تړون په چوکاټ کې د اټومي کوپړیو محدودیت ته په اشارې سره وویل، امریکا چمتو ده چې تر هغه د اټومي کوپړیو محدودیت وساتي چې روسیه ورته عمل ته ژمنه وي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ په ۲۱ مه د "نوي پیل" - - New Start په تړون کې د مسکو ګډون وځنډاوه چې د نړۍ د دوو سترو اټومي قدرتونو، متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ د اټومي وسلو د کمولو وروستی تړون دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار همداشان له روسیې څخه وغوښتل چې د نوي سټارټ د تړون د بدیل لپاره چې په ۲۰۲۶ کال کې یې موده پای ته رسیږي، خبرو اترو ته حاضر شي.

د سټراتیژیکو نویو وسلو د کمولو یا "نوي پیل" تړون د متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ د اټومي وسلو د کمولو لوی تړون دی.

د سټراتیژیکو نویو وسلو د کمولو تړون د نړۍ د دوو سترو اټومي ځواکونو ترمنځ د خپل ډول وروستی دوه اړخیز تړون دی چې په نړۍ کې تر ټولو زیاتې اټومي وسلې لري.

دا تړون په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا او روسیې تر منځ لاسلیک شو چې له مخې یې هر یو هېواد باید د خپلو اټومي وسلوزیرمې ۱۵۵۰کوپړیو ته راکمې کړي.


د تړون له مخې امریکا او روسیه اړ دي چې د خپلو اټومي وسلو د توغولو د دستګاو او د خپلو سترو بم غورځونکو الوتکو شمیر ۸۰۰ ته راټیټ کړي، هغه شمیره چې لاهم کولای شي د ځمکې کره څو ځله ویجاړه کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې موافقه وکړه چې دغه تړون د نورو پنځو کلونو لپاره یعني تر ۲۰۲۶ کال پورې وغځیږي.

د دې تړون د شرایطو پر بنسټ، مسکو او واشنګټن یو بل ته اجازه ورکوي چې په کال کې څه کم ۲۰ ځلې د یو بل اټومي اډې معاینه کړي.

د دې راپور یوه برخه د فرانس پرس اژانس څخه اخیستل شوې.

XS
SM
MD
LG