د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اسرائیل او اسلامي جهاد ډلې تر منځ د اوربند هرکلی وکړ


پدې تیرو پنځو ورځوکې د اسرائیل او اسلامي جهاد ډلې تر منځ په شخړو کې ۳۳ تنه وژل شوي.
پدې تیرو پنځو ورځوکې د اسرائیل او اسلامي جهاد ډلې تر منځ په شخړو کې ۳۳ تنه وژل شوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په غزې کې د اسرائیل او اسلامي جهاد د ډلې تر منځ اوربند کیدو هرکلی کړی.

د وزارت په اعلامیې کې چې شنبه مې ۱۳ (غوایي۲۳) په مصر کې د اوربند پر سر د خبرو څخه وروسته خپره شوې د هغو ملکیانو د کورنیو سره خواخوږي څرګنده شوې چې د تشدد په پیښو کې وژل شوي او یا ټپي شویدي.

د وزارت په اعلامیې کې همدرانګه پدې اوربند کې د مصر د مهم منځګړتوب ستاینه هم شوې او پکې ویل شوي چې لدې کبله د نورو ملکیانو ژوند وژغورل شو.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې د جګړې په پای ته رسولو کې د قطر او نړیوالې ټولنې د هلو ځلو ستاینه هم شوې. په اعلامیې کې راغلي، "زمونږ ډلې د دې هلو ځلو د ملاتړ لپاره د خپلو شریکانو سره نه ستومانه کیدونکې هلې ځلې وکړلې".

د فلسطین د غزې په ښار کې د پنځو ورځو جګړو څخه وروسته چې د ۱۳ ملکیانو په ګډون پکې ۳۳ تنه ووژل شول، د اسرائیل او اسلامي جهاد ډلې تر منځ شنبه مې ۱۳ په اوربند کولو موافقه وشوه.

په جګړې کې د دواړو ښکیلو ډلو تر منځ خبرې د مصر په منځګړتوب وشوې.

د اسلامي جهاد مشر محمد الهندي مطبوعاتو ته ویلي چې اوربند به په محلي وخت د شپې د لسو بجو څخه وروسته د اعتبار وړ شي.

ښاغلي الهندي پدې هکله وویل، "دا موافقه د مصر د دوامدارو هڅو له کبله وشوه چې مونږ یې قدرداني کوو".

پدې پنځو ورځو کې دوه تنه په اسرائیل کې هم د راکټونو په بریدونو کې ووژل شول.

د اوربند د کیدو څخه یوازې څو شیبې وړاندې په اسرائیل توغندي وار شول او په اسرائیل یې په ځواب کې په غزې هوایي بمبارۍ وکړلې چې لدې کبله خبرې د ټاکل شوي وخت څخه چې مصر یې اعلان کړی و یو څه اوږدې شوې.

سره لدې چې د دې اوربند له کبله به د غزې د څه باندې دوو میلونو اوسیدونکو او سلګونو زرو اسرائیلیانو لپاره یو څه آرامي راشي چې د تیرو څو ورځو راپدیخوا یې د بمونو له کبله پنا اخیستې وه، خو د هغو موضوعاتو چاره پکې نده شوې چې له کبله یې د اسرائیل او فلسطیني وسله والو ډلو تر منځ دا ډول شخړې کیږي.

اسرائیل تر اوسه د دې موافقې په هکله څه ندي ویلي.

د اسرائیل او فلسطیني وسله والو تر منځ دا تازه شخړې د سه شنبې په ورځ وروسته تر هغه پيل شوې چې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې د اسلامي جهاد درې جګپوړي مشران ووژل شول.

اسرائیل ویلي و چې دا بریدونه یې د هغو توغندیو په ځواب کې کړي چې تیره اوونۍ پدې هیواد وار شوي و. سره لدې چې اسرائیل ویلي و بریدونه یې یوازې د اسلامي جهاد په اهدافو کړي خو د غزې اوسیدونکي وایي چې د داسې خلکو کورونه هم پکې لګیدلي چې په جګړې کې هیڅ لاس نلري.

دا په تېرو څو میاشتو کې د خپل د دواړو خواو ترمنځ تر ټولو خونړۍ جګړه بلل کېږي چې د راپورونو له مخې ۲۸ کسان په کې وژل شوي دي.

اسرائیل تیر کال هم په غزې کې د اسلامي جهاد ډلې د مشرانو کورونه چې ایران یې ملاتړ کوي، بمبارد کړل او په دریو ورځو پرله پسې بمباریو کې د دې ډلې دوه جګپوړي قوماندانان او لسګونه وسله وال ووژل شول.

XS
SM
MD
LG