د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې اور څه باندې ۱۰۰۰ کورونه وران کړي


په اور کې تر اوسه د چا د مرګ ژوبلې خبر ندی ورکړل شوی خو ویل کیږي چې درې کسان ورک دي.
په اور کې تر اوسه د چا د مرګ ژوبلې خبر ندی ورکړل شوی خو ویل کیږي چې درې کسان ورک دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د کولوراډو په ایالت کې چارواکي وایي پدې ایالت کې اور چې په ځنګلونو کې لګیدلی، تقریباً ۱۰۰۰ کورونه یې تبا کړي او لږ تر لږه درې کسان بې درکه شویدي.

په سیمه کې د پولیسو مشر ویلي چې اور د پنجشنبې په ورځ پیل شوی خو تر اوسه یې د لګیدو علت ندی معلوم. پولیس وایي د اور لګیدو د علت د معلومولو لپاره پلټنې پیل شوي.

ویل کیږي چې اور د کلوراډو ایالت د ډینور او بولډر ښارونو تر منځ تقریباً ټوله سیمه سوځولې ده.

مسؤلین وایي چې د ورکویو شویو کسانو پسې لټون پیل شوی خو دا چې د خلکو کورونه د خاورو خزلو لاندې پټ دي، ښایي د دې کسانو پیدا کیدل به لا ډیر ګران شي او بله دا چې په سیمه کې تقریباً ۲۰ سانتي متره واوره هم وریدلې چې د لټونکو کار یې پیچلی کړی.

چارواکي وایي چې ښایي د ورکو شویو، مړه شویو او سوځیدلو کسانو شمیر ډیر شي ځکه چې لا هم ډیرو سیمو ته د ژغورنې او لټون ډلې ندي رسیدلي.

د بریښنا رسولو د ادارو مسؤلین وایي چې په سیمه کې یې هیڅ لویدلي مزي ندي پیدا کړي او دا ښیي چې اور د بریښنا له کبله نده بل شوی.

د بولډر د سیمې د پولیسو یو چارواکي جو پیلي ویلي چې د اور د لګیدو د علت پیدا کولو په هکله یې ځیني لاسته راغلي معلومات تعقیب کړي او یو ځانګړی ځای یې لټولی هم دی خو پد هکله یې نور جزیات ورنکړل.

ښاغلی پیلي وایي که د اور شدت او چټک خپریدو ته وکتل شي، دا یوه "معجزه" ده چې څنګه دې اور د ډیرو کسانو ژوند ندی اخیستی.

له هوا څخه په اخیستل شويو انځورونو او ویډیوګانو کې ښودل کیږي بسته کوڅۍ د دود او ایرو لاندې دي.

د کولورواډو والي جیریډ پولس ویلي چې "هر څه د سترګو په رپ کې پیښ شول" او زیاته یې کړه چې "ډیرو کورنیو یوازې څو دقیقې وخت درلود چې خپل حیوانات، ماشومان او څه چې په لاس ورغلل په موټر کې واچوي."

XS
SM
MD
LG