د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د بیروت د لویې چاودنې په اړه د شفافو پلټنه غوښتنه وکړه


په دغې چاودنې کې شاوخوا ۶۰۰۰ کسان ژوبل شوي دي
په دغې چاودنې کې شاوخوا ۶۰۰۰ کسان ژوبل شوي دي

د امریکا یو لوړ پوړ پوړي چارواکي‌ د شنبې په ورځ اګست ۱۵(زمری۲۵) په بیروت کې د لویې چاودنې په اړه د شفافو او باوري پلټنو غوښتنه وکړه.

د بیروت په ښار کې د اګست په څلورمه یوه لویه چاودنه وشوه چې لږ تر لږه ۱۷۵ کسان یې ووژل او شاوخوا ۶۰۰۰ نور یې ژوبل کړل.

چارواکي وايي دا د چاودېدونکو توکو یوه زیرمه وه چې له ۲۰۱۳راپدېخوا په بندر کې ساتل شوې وه او خوندي نه وه خو لا هم د چاودنې دقیق علت معلوم نه دی.

په دغې چاودنې کې د بیروت ښار ډېرې برخې ویجاړې شوې او شاوخوا ۳۰۰زره خلک بې کوره شوي دي. ۳۰تنه نور لا هم تري تم دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال ډیویډ هېل وویل چې

د اف بي آی اجنټان به ژر لبنان ته ورسي او معلومه به کړي چې دا چاودنه څنګه شوې ده.

هغه وویل باید داسې نه وي چې د لبنان بندرونو او سرحدونو ته هر څه ور روان وي. هغه ددغه بندر له لیدو وروسته وویل چې د لبنان او هر بل مستقل هېواد خلک غواړي چې خپل سرحدونه او بندرونه وساتي.

له چاودنې وروسته د لبنان د مسیحیانو یو لوی مذهبي مشر ویلي دي‌ چې د سیاستوالو په اړه د خلکو حوصله او زغم ختم شوی دی.

په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس وايي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم د چاودنې ځای ته ورغلی و او ویلي دي چې نړیواله ټولنه باید د بندیزونو لګولو په ځای له لبنان سره مرسته وکړي.

ایران د لبنان د یوې تر ټولو سخت دریځې مذهبي ډلې حزب الله ننګه کوي، د امریکا متحدو ایالتونو دا ډله د ترهګرو په لست کې شامله کړې ده.

XS
SM
MD
LG