د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن یو ایرانی تورن کړ چې د امریکا د ملي امنیت د مخکنې مشاور د وژلو پلان یې لره  


امریکايي چارواکي وايي ایران هڅه کوله چې جان بولټن ووژني
امریکايي چارواکي وايي ایران هڅه کوله چې جان بولټن ووژني

د امریکا د عدلیې وزارت د ایران د انقلابي ګارد سره تړلی یو شخص تورن کړ چې د امریکا د ملي امنیت د مخکني مشاور جان بولټن د وژلو توطیه یې جوړه کړې وه.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي چې د ایران د سپاه پاسداران یو غړي چې شهرام پورصفي نومېږي او د مهدي رضايي په نامه هم شهرت لري هڅه کړې چې ۳۰۰زره ډالر ورکړي او جان بولټن ووژني.

د عدلیې وزارت په اعلامیې کې راغلي دي چې دا کار د قاسم سلیماني د وژلو د غچ اخیستلو لپاره کېده. قاسم سلیماني او مهدي المهندس په ۲۰۲۰ کال کې د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په فرمان د امریکا د پوځ په یو هوايي برید کې ووژل شول.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې، چې نن چهارشنبه اګست لسمه (زمری ۱۹) خپره شوه، د امریکا د ملي امنیت د مشاور جیک سولیوان له خولې ویل شوي دي چې «موږ مخکې هم دا خبره کړې ده او بیا یې هم کوو: د بایډن حکومت به د ایران د تاوتریخوالي او تروریزم د ګواښونو په وړاندې د امریکایانو حفاظت او دفاع له پامه نه غورځوي».

په اعلامیه کې همدغه راز راغلي دي که « ایران زموږ پر هر وګړي برید وکړي.... له جدي عواقبو سره به مخامخ» شي او «موږ به د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومت د ټولو سرچینو څخه په بشپړې ګټې اخیستنې سره د امریکایانو حفاظت» کوو.

ښاغلي سولیوان د عدلیې وزارت او فدرال تحقیقاتي اداره ستایلي دي چې په دې اړه یې مسلکي او پر وخت اقدام کړی دی.

د امریکا د لوی څارنوال مرستیال متیو اولسن وویل: «دا لومړی ځل نه دی چې موږ په امریکا کې دننه د ایران د غچ اخیستلو نقشې افشا کوو او د داسې هر یو اقدام د ګډوډولو لپاره به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوو.»

پر شهرام پورصفي باندې تور دی چې په ۲۰۲۱ کې له یو امریکايي څخه چې پورصفي ورسره انلاین اړیکه لرله، غوښتي وو چې د ښاغلي ټرمپ د حکومت د ملي امنیت د مشاور جان بولټن تصویرونه واخلي. پورصفي ادعا کړې وه چې دا تصویرونه یې د هغه کتاب لپاره په کار دي چې غواړي خپور یې کړي.

دغه امریکايي پورصفي ته یو بل کس معرفي کوي او هغه بیا دغه دویم کس ته وايي چې جان بولټن دې ووژني او دی به ورته ۳۰۰زره ډالر ورکړي.

د عدلیې وزارت د تحقیقاتو څانګه وايي‌ دا دویم کس د فدرال تحقیقاتي ادارې کارکوونکی و.

ښاغلي بولټن په خپل ټویټر کې د امریکا د عدلیې وزارت څخه مننه کړې چې په دې اړه لاس په کار شوی دی. نوموړي همدغه راز د فدرال تحقیقاتي ادارې څخه هم مننه کړې ده چې د امریکايي وګړو په ضد د ایران جنایتکارانه ګواښونه تعقیبوي. ښاغلي بولټن د امریکا د ولسمشر د ساتنې له ادارې څخه هم مننه کړې چې د هغه په ساتلو کې یې مرسته کړې ده.

جان بولټن د امریکا یو وتلی سیاستوال او د ایران سر سخت منتقد دی. هغه د ۲۰۱۸ د اپریل څخه نیولې د ۲۰۱۹ تر سپتمبر پورې د امریکا د ملي امنیت مشاور و.

نوموړی له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون سر سخت مخالف و او په ۲۰۱۸ کې د ټرمپ د هغې پرېکړې ننګه یې کړې وه چې له دغه تړون څخه وتلی و.

دا مسائیل داسې مهال مخې ته راځي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اتومي تړون ته د بیا ګرځېدو لپاره خبرې ختمې شوې دي او اروپايي ټولنه وايي چې په دې اړه یې نهايي سند سپارلی دی. ایران وايي دا سند به ارزوي او خپل نظریات به وړاندې کوي.

د دغه راپور په لیکلو کې د فرانس پرس له معلوماتو څخه استفاده شوې ده.

XS
SM
MD
LG