د امریکا متحده ایالتونه وايي د کروناویروس سره د مبارزې په برخه کې روسیې ته د مصنوعني تنفس ۲۰۰ دستګاوې (Ventalitor) ورکوي.
واشنګټن وايي څو ورځې وروسته به د پوځي ترانسپورت له لارې دا دستګاوې مسکو ته ولېږدول شي.
امریکا غږ هغه حکومتي اسناد ترلاسه کړي چې په کې ویل شوي دي ۵۰ دستګاوې چې د امریکا د کلفورنیا په ایالت کې جوړې شوې، د چهارشنبې په ورځ به د مسکو یو جراحي مرکز ته انتقالیږي.
پاتې ۱۵۰ نورې دستګاوې به بله اونۍ روسیې ته لېږدول کیږي.
دا ماشینونه هغو مریضانو ته مصنوعي تنفس ورکوي چې په کروناویروس اخته دي او نورمال ساه اخیستلې او ویستلې نشي.
د امریکا حکومت د دغو ټولو ۲۰۰ ماشینونو د جوړولو، لګولو او لېږدولو لګښت په خپله غاړه اخیستی چې ۴.۷ میلیون ډالر کیږي.
دا چې د کرونا له کبله نړیوال ترانسپورتي پروازونه بند دي، د امریکا پوځي الوتکې به د مصنوعي تنفس دا دستګاوې روسیې ته لېږدوي.
چارواکي وايي دا مرستې د روسیې د خلکو لپاره دي او زیاتوي چې د روسي پوځ سره کومه همکاري او ملګرتیا نلري. د امریکا د ملي دفاع قانون د روسي پوځ سره د امریکا د ملګرتیا اجازه نه ورکوي.
د روسیې ولسشمر ویلادي مېرپوتین تېره اونۍ د امریکا د مصنوعي تنفس د دستګاو د مرستو وړاندیز ومانه.
مسکو څو ورځې مخکې په کروناویروس د اخته کسانو لپاره د مصنوعي تنفسي د هغو دستګاو کارول منع کړل چې په روسیې کې جوړې شوې وې.
روسیې له هغه وروسته دا کار وکړ چې د مسکو او اس-ټي پېټرېسبک په روغتونو کې اور ولګېده او علت هم د منصوعي تنفس ماشینونه وبلل شو.
روسیه دا مهال تر امریکا ورسته دویم هېواد دی چې په کرونا ویروس ډېر اخته کسان لري چې شمېر یې شاوخوا ۲۶۳۰۰۰ ته رسیږي.