د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او جنوبي کوریا د کرونا ضد واکسین ملګرتیا اعلان کړه 


ولسمشر بایډن د جنوبي کوریا له ولسمشر مون سره په سپینې ماڼۍ کې ولیدل
ولسمشر بایډن د جنوبي کوریا له ولسمشر مون سره په سپینې ماڼۍ کې ولیدل

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په سپینې ماڼۍ کې د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جي ان سره ملاقات وکړ.

د جمعې د ورځې مۍ ۲۱ په دغې ملاقات کې دواړو د کرونا ضد واکسین په تولید او زیاتوالي کې د مشارکت او همکارۍ اعلان وکړ.

ښاغلي بایډن وویل: « موږ به د دغې وبا سره او په آینده کې د بیولوژیکي ګواښونو سره د مبارزې لپاره خپله وړتیا غښتلې کوو.»

جنوبي کوریا ۵۲ میلیون نفوس لري او دا مهال یې یوزاې درې سلنه د کرونا ضد واکسین شوي دي. د جنوبي کوریا حکومت پلان لري چې د نومبر تر میاشتې پورې یې ولس له دغې وبا څخه مصون شي.

د نوي تړون په اساس د امریکا متحده ایالتونه به د جنوبي کوریا سره مرسته کوي‌ چې د کروناویروس په مبارزه کې خپل هدف ته ورسېږي.

امریکا به د دغه هېواد ۵۵۰۰۰۰ سرتېرو ته، چې په سیمه کې له امریکایي‌ځواکونو سره ګډ کار کوي، هم د کرونا ضد واکسین ورکوي.

دواړو مشرانو په خپل ملاقات کې همدغه راز د اقلیم د بدون او د سیمې د امنیت په اړه هم وغږېدل او په میانمار کې یې د روان بحران، د تایوان په سټرایټ کې یې د کړکیچ او د تکنالوژۍ په برخو کې د همکارۍ په اړه هم بحث وکړ.

ښاغلي بایډن د جنوبي کوریا د «سامسنګ، هایندای، اس کی، ال جي» شرکتونو څخه مننه وکړه چې په امریکا کې څه باندې ۲۵ میلیارد ډالر پانګونه کوي، امریکا غواړي ‌چې له چین سره د رقابت په میدان کې د اکمالاتو یوه بله لار پرانیستل شي.

تېره میاشت دواړو هېوادونو په جنوبي کوریا د امریکايي ځواکونو د مېشت کولو د لګښت په برخه کې د سیول په همکارۍ موافقه وکړه.

ښاغلی مون د نړۍ دویم مشر دی چې په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له نوي ولسمشر جوبایډن سره ویني.

دوی پداسې وخت کې سره ولیدل چې د جمهور رئیس بایډن حکومت څو اونۍ مخکې د شمالي کوریا په اړه د خپلې پالیسۍ بیا ارزول بشپړ کړل.

دواړو مشرانو ژمنه کړې چې د کوریا د ټاپو په بشپړه توګه د غیرې اتومي کولو لپاره به ګډ کار کوي خو کارپوهان پدې اند دي چې د جمهور رئیس بایډن "تدریجي"دریځ ښایي په سیمه کې د سولې د تر لاسه کولو لپاره جمهور رئیس مون ته سرخوږی جوړ کاندي.

XS
SM
MD
LG