د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او مکسیکو ترمنځ د سرحد د بندېدولو احتمال


له سلوادور نه په لسګونه کسان د امریکا په لور د ښه ژوند په نیت را روان شوي دي.

په دوي کې د سلوادور لږترلږه ۹۰ اوسیدونکي د پلازمینې سن سلوادور څخه د امریکا په لور را روان شوي ترڅو د مهاجرو له کاروان سره یو ځای شي.

یو شمیر مهاجر وايي چې په خپل هیواد کې ژوند ورته ډیر سخت دی، نو له همدې کبله غواړي امریکا ته راشي، خو ولسمشر ډانلد ټرمپ د ( مارچ ۲۹) خبرداری ورکړی که د غیرقانوني مهاجرو مخه و نه نیول شي، نو راتلونکې اونۍ به د امریکا او مکسیکو ترمنځ پوله وتړي.

۷۵ کلنه انا رامیرو له خپلې کورنۍ سره د ښه ژوند په هیله د امریکا په لور روانه شوې ده. نوموړې وايي له کورنۍ څخه جلا کیدل ډیره سخته ده، خو تن باید تکلیف وګالي او د نوي ژوند هڅه پیله کړي.

د امریکا او مکسیکو ترمنځ په احتمالي توګه د سرحد تړل کیدو زیات شمیر خلک اندیښمن کړي دي. اندریو ګاریکا د مکسیکو اوسیدونکی دی، خو اوس د امریکا په سن دیاګو کې ژوند کوي.

ګاریکا وايي " که ټرمپ پوله تړلی وی دا به لوی ظلم و، ځکه کورنۍ سره جلا کوي او دا کار د امریکا لپاره هم ښه نه دی. تاسو پوهیږۍ چې پدې ګڼې ګوڼې کې مادي راکړې ورکړې شته، که دا بند شي نو په سن دیاګو ښار همدومره اغیز کوي څومره چې په تیجوان ښار يي کوي. ښه به دا وي چې په خپل حال يي پریږدي".

خو د مکسیکو ولسمشر اندریس مانویل وايي چې د غیرقانوني مهاجرو مسله امریکا او د مرکزي امریکا هیوادونو لپاره اساسي مسله ده.

ددې ترڅنګ یو شمیر خلک له اقتصادي پلوه هم اندیښمن دي.

ماریا نوارو چې په مکسیکو کې اوسیږي وايي چې هره ورځ د سوداګرۍ لپاره امریکا ته راځي.

ماریا واي " دا به موږ ته زیات زیان ورسوي، ځکه دلته د سودا اخیستو لپاره راځو، زیات شیان په امریکا کې ارزانه دي، او لوی تاثیر به وکړي. هغه کسان چې دلته کار او سوداګرۍ ته راځي ډیر به پرې تاثیر وکړي".

مکسیکو دریم لوی هیواد دی چې امریکا سره هر کال د ۶۱۲ میلیارد ډالر په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

له مکسیکو څخه امریکا ته د مهاجرو کاروان
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00

په ۲۰۱۵ کال کې ټرمپ په خپلې ټاکنیزې مبارزو کې ویلي وو چې له مکسیکو څخه به د غیر قانوني مهاجرو مخه نیسي، ده همدا شان ویلي وو چې مکسیکو تیري کوونکي او د نشه يي توکو قاچاق وړونکي امریکا ته رالیږي.

د امریکا حکومت پخوا یوه اندازه پیسې چې شاوخوا (۵۰۰ میلیون ډالر) وو، په جنوبي امریکا کې د هغو هیوادونو سره مرسته کوله چې اکثریت خلک یې همدا اوس په دغو کاروانونو کې شامل دي او غواړي امریکا ته راشي.

XS
SM
MD
LG